امیر خان متقي: د امریکا په ګډون نړیوال نور افغانستان کې د وسلوال مخالفت ملا نه تړي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل، له امریکايي او اروپايي چارواکو سره یې هم وخت-ناوخت خبرې او غونډې درلودې، "یو د بل تشویشونه مو اورېدلي او غور مو پرې کړی دی.

په مجموع کې خوشاله یو چې له امریکا نه نیولې تر اروپا پورې او منځني ختیځ، منځنۍ اسیا او د سیمې تر هېوادونو پورې مو له ټولو هېوادونو دا ډاډ ترلاسه کړی او دې اجماع ته رسېدلي چې نور په افغانستان کې څوک د وسلوال مخالفت حمایت نه کوي".

ددغه وزارت سرپرست امیر خان متقي (ملت ته د دولت د حساب ورکولو) په نامه پروګرام کې وویل، دا یو ښه زېری دی چې افغانان پرېښودل شي خپلې ستونزې پخپله حل او د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره په ګډه کار وکړي.

د ښاغلي متقي خبرې تر ډېره په تېر یوه کال کې د طالبانو حکومت د بهرنۍ تګلارې او له بهرنیو هېوادونو سره پر اړیکو ورټولې وې.

نوموړي وویل، هیله یې دا ده نړۍ دې نتیجې ته ورسېږي چې له افغانستان سره به اړیکي نارمل کچې ته راټیټوي.

ښاغلي متقي وویل، له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو او پرانیستې لارې غوښتونکی دی. "زموږ همدا پالیسي ده چې د نړۍ له هېوادونو سره مثبتې اړیکې ولرو، افغانستان د منفي رقابتونو ډګر نه شي، هغه سیالۍ رامنځ ته نه شي چې په تېرو ۵۰ کلونو کې افغانستان پکې ډېرې ناخوالې لیدلې دي."

ده وویل، له ګاونډیو هېوادونو سره چې په کومه برخه کې خبره (ترخه) شوې وي، هغه د تفاهم له لارې حل شوې ده.

نوموړي د هلمند د اوبو پر سر د ایران او د طالبانو د حکومت ترمنځ مسلې ته په اشاره وویل، "ایران د هلمند د اوبو په برخه کې تشویش درلود، ډول ډول اظهارات وشول، بالاخره موږ وتوانېدو ایراني پلاوي ته دا زمینه برابره کړو چې هر څه وګوري او بالاخره یې قناعت وشو".

ده وویل، د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ هم پر ځینو مسلو بېلابېلې څرګندونې شوې چې په وینا یې په سرحدونو کې او د مخامخ خبرو له لارې ښې پایلې ته رسېدلي دي.

ښاغلي متقي وویل چې د منځنۍ اسیا له ځینو هېوادونو، روسیې، چین او ځینو عربي هېوادونو سره یې اړیکي لا ښه شوي او اقتصادي او سیاسي اړیکي د ټینګښت په حال کې دي.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې تر اوسه هېڅ کوم بهرني هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

۳۵۰۰ افغان بندیان
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، په تېر یوه کال کې یې ۳۵۰۰ افغان بندیان له بېلابېلو هېوادونو افغانستان ته لېږدولي او په بهر کې د ټولو بندي افغانانو د خوشي کولو ته به دوام ورکړي.

ددغه وزارت د کونسلي چارو مشر محمد شعیب بریالي وویل، ډېری دغه بندیان له ګاوندیو هېوادونو رالېږدول شوي "په راتلونکې کې له عربي هېوادونو د بندي افغانانو رالېږدولو ته دوام ورکوو."

ده وویل، په بهرنیو هېوادونو کې د بندي افغانانو په منځ کې ځینې محصلان هم شته، خو شمېر یې په ډاګه نه کړ.

په تېرو دوو کلونو کې له پاکستان، ترکیې او ځینو عربي هېوادونو نه ګڼ افغان بندیان افغانستان ته لېږدول شوي دي.