یوناما: طالبانو دوو کالونو کې د مخکني حکومت څه باندې ۲۰۰ امنیتي او ملکي کارکوونکي وژلي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

یوناما د طالبانو تر نظام لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړوونو په اړه په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې د طالبانو حکومت دغو سرغړوونکو ته سزا نه ورکوي

یوناما په دغه راپور کې ویلي طالبانو په تېرو دوو کالونو کې د "محکمو" له پرېکړو پرته د مخکني حکومت څه باندې ۲۰۰ ملکي او امنیتي کارکوونکي وژلي دي.

د یوناما دا راپور چې د سه شنبې په ورځ اګست ۲۲ ( زمري ۳۱) خپور شوی په کې د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ ورځې څخه د روان ۲۰۲۳ کال د جون تر ۳۰ ورځې پورې د بشري سرغړونو پیښو ته ځای ورکړی دی.

راپور کې ویل شوي:" په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له دورې څخه د غیر قضایي وژنو، خپلسري نیولو او توقیفونو، شکنجې او ناوړه چلند او د جبري ورکېدو لږ تر لږه ۸۰۰ پېښې شوي دي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د پخواني حکومت او امنیتي ځواکونو سره تړاو لري."

د ملګروملتونو مرستندویه پلاوي دفتر ویلي، چې دا سرغړونې په داسې حال کې شوي، چې د واکمنو چارواکو ( طالبانو ) لخوا د پخواني حکومت چارواکو او د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پخوانیو غړو ته د "عمومي بخښنې" اعلان شوی دی.

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر والکرت رک وایي: "د یوناما راپور واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د افغانستان د پخواني حکومت د غړو او امنیتي ځواکونو سره د تړاو لرونکو کسانو سره د چلند یو زړه بوږنونکی انځور وړاندې کوي. پر دې سربیره، دوی ته ډاډ ورکړل شوی چې نه به په نښه کیږي، دا د خلکو له باور سر ه خیانت دی."

هغه زیاته کړه: " زه له واکمنو چارواکو غواړم چې د دې راپور موندنې په دقت سره په پام کې ونیسي او د نورو سرغړونو د مخنیوي او مرتکبینو سره د حساب کولو په برخه کې د نړیوال بشري حقونو له قانون سره سم خپل مکلفیتونه ترسره کړي."

په هغو مرکو کې چې د یوناما له خوا ترسره شوي، اشخاصو د شکنجې او ناوړه چلند مثالونه ورکړي چې د حاکمو امنیتي ځواکونو د غړو لخوا پرپایپونواو کیبلونو د وهلو سربیره لفظي ګواښونه او ناوړه چلند پکې شامل دی.

یوناما د ځینو کورنیو له غړو څخه هم اوریدلي چې خپلوان یې نیول شوي یا تري تم شوي دي او مړي یې څو ورځې یا حتی میاشتې وروسته موندل شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "په ځینو مواردو کې، اشخاص هیڅکله ندي موندل شوي. د هرات د ښځو د محبس پخوانۍ مشره، عالیه عزیزي د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په دویمه له کاره هیڅکله کور ته راستنه نه شوه. د ۲۰۲۳ کال د اګست تر ۲۲ پورې، د هغې د ځای په اړه هیڅ معلومات نه دي تر لاسه شوي."

د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر ویلي، چې تر اوسه پورې، د یوناما په راپور کې د یادو شویو پیښو اړوند د څیړنو او عاملینو ته د سزا ورکولو لپاره د حاکمو چارواکو هڅې خورا محدودې دي.

د یوناما راپور په حاکمو چارواکو غږ کوي چې د عمومي بخښنې شرایط روښانه کړي، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې عمومي بخښنه پلې کیږي او همدارنګه د پخوانیو حکومتي چارواکو او د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو د غړو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو اړوند باوري او روښانه جرمي تحقیقات ترسره کیږي

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، روزا اوتنبایوا وویل: "په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له خوا د عمومي بخښنې اعلان یو ښه ګام و، خو په دوامداره توګه دغه بخښنه په بشپړه توګه نه پلې کیږي، په داسې حال کې چې د بشري حقونو د سرغړونو معافیت شتون لري .

د بشري حقونو د څار سازمان غبرګون

د بشري حقونو د څار سازمان د سه شنبې په ورځ اګست ۲۲ (زمري ۳۱) په یوې بیانیې کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د غچ د اخیستلو لپاره وژنې هیڅ پای ته نه رسیږي.

ددغه سازمان د اسیا د څانګې مشرې پټرشیا ګاسمن د ملګروملتونو د وروستیو راپورونو پر اساس چې په کې د طالبانو تر واک لاندې د محکمو د پریکړو پرته اعدامونو او په جبري ډول د ورکیدو پیښې په مستند ډول یادې شوي ویلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست وروسته طالبانو د پخواني رژیم د پولیسو، اردو او ملي امنیت د پخوانیو افسرانو څخه د غچ اخیستلو لپاره هغوی وژلي او په جبري ډول ورک کړي دي.

د میرمن ګاسمن د وینا له مخې واک ته د طالبانو د رسیدلو دوه کاله وروسته لا هم دا ډول بشري سرغړونې نه دي بندې شوې.

میرمن ګاسمن وویل:" د طالبانو مشرانو واک ته د رسیدلو وروسته پخوانیو امنیتي ځواکونو ته د بخښنې ژمنه ورکړه، خو دغې بخښنې د طالبانو سیمه ییز قومندانان د غچ اخیستلو له اقداماتو منع نکړل. د لا زیاتو وژنو څخه مخنیوی او د مسوولینو ځواب ویل او د قربانیانو کورنیو ته د غرامت ورکول د طالبانو د رهبرۍ مسوولیت دی".

طالبانو غبرګون

د طالبانو حکومت د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" راپور ته په غبرګون کې ویلي، چې دا راپور بې اساسه دی او حقیقت نلري.

د طالبانو د حکومت ویاند د ایکس ټولنیزې شبکې کې د یوناما راپور ته په غبرګون کې په خپله پاڼه لیکلي چې د طالبانو د حکومت عمومي بخښنه په ټولیزه توګه عملي شوې ده.

ښاغلي مجاهد ویلي:"البته د انتقام اخیستلو ځینې شخصي او نامعلوم موارد د اسلامي امارت د اړوندو ارګانونو لخوا په جدي ډول څیړل شوي چې شمیر یې محدود دی. متأسفانه د ملګرو ملتو په چوکاټ کې ځینې څانګې د دې پر ځای چې د افغانستان عیني واقعیتونه درک کړي او مثبت پرمختګونه وویني، تل د منفي ټکو په لټه کې دي او د پروپاګند هڅه کوي، چې په دې سره تر هر څه لومړی خپله د دوی اعتبار ته زیان رسیږي."