د طالبانو حکومت لوړو زدکړو وزارت: د دیني زدکړو لپاره تخصصي پوهنتونونه جوړوو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت وايي، دوه کاله وړاندې واک ته د طالبانو له رسېدو راپدېخوا د هېواد د زونونو په کچه د دیني عالمانو د لوړو زدکړو د تخصصي کېدو لپاره ځینې جامعې 'پوهنتونونه' جوړ شوي او د نورو زونونو لپاره منظور شوي او پر جوړېدو یې کار روان دی.

ددغه وزات چارواکو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د حساب ورکولو پروګرام یوه کنفرانس کې د لوړو زدکړو وزارت د تېر یوه کلن کاري بهیر رپوټ وړاندې کولو پرمهال وویل، د افغانستان لوړو زدکړو بنسټونو کې ۴۷۱۳۶۰ محصلان زدکړې کوي چې تېر کال یې یو لک او اتلس زره محصلان جذب کړي دي او د جذب دا کچه په تېرو کلونو کې د ۶۵ تر ۷۰ زرو محصلانو پورې وه.

د طالبانو له بیا واکمنېدو ووسته د دیني زدکړو دوې جامعې (پوهنتونونه) کابل او کندهار جوړې شوې.

د لوړو زدکړو وزارت مالي او اداري مرستیال حافظ حامد حسیب وویل، له اړتیا سره سم یې د مسلکي بشري ځواک د روزلو لپاره، پوهنتونونو او د لوړو زدکړو مؤسسو کې نوي ډیپارټمنټونه او پوهنځي جوړ کړي.

"د ظرفیت د لوړولو لپاره راتلونکی پنځه کلن پلان جوړ شوی او خپل هدف ته د رسېدو لپاره یې پر بنسټ پالیسي جوړه شوې ده. په ټولیز ډول ۹۰ تحصیلي نصابونه نهايي شوي او د اسلامي تخصصي پروګرامونو لپاره مو ۹۰ علما او مشایخ را دعوت کړي."

د لوړو زدکړو وزارت علمي مرستیال لطف الله خیرخواه وویل، واک ته د طالبانو له رسېدا وروسته د دغه وزارت له (مور پرمختګ) څخه کوم پراختیايي کارونه په بهرنۍ بودیجه کېدل، اوس په خپله بودیجه ترسره کېږي:

"د وزارت چارې مو عادي ساتلې دي، په لنډ ډول یې چې یادولی شو او زموږ د پرمختګونو چې مور بلل کېږي هغه دا ده پخوا چې انکشافي او د پرمختګ کارونه په بهرنۍ بودیجه کېدل او په ډېره لوړه کچه کېدل، موږ په هماغه کچه فعال یو او ډېر ښه فعال یو او په خپله بودیجه یې کوو."

نوموړي وویل، د لوړو زدکړو وزارت په هېڅ پرمختګ کې هېڅ بهرنۍ پیسې نه شته، په بېلابېلو برخو کې یې ۲۹ پوهنځي (۶۵ ډیپارټمنټونه)، ۹ د دوکتورا او ۴۰ د ماسټرۍ پروګرامونه رامنځ ته کړي دي.

خو د پوهنتون استاد عبیدالله وردګ وايي، د بهرنیو مرستو او خصوصاً د نړیوال بانک د پروژو د درېدلو له امله چې کومې ستونزې رامنځ ته شوې دي په بهر کې د ځینو استادانو سکالرشیپونه او زدکړې ورپورې تړلې وې، چې د دې پروژو له درېدلو سره یې سکالرشیپونه له لاسه ورکړل او زدکړې یې پاتې شوې.

"د خپلو استادانو په مټ په نصابونو په منظم ډول کار کوو، چې په تېر یوه کال کې مو ۹۰ تحصیلي نصابونه نهايي کړي، ۷۰ د لیسانس نصابونه دي، ۱۳ د ماسټرۍ دي او اوه د دوکتورا دي او پر پاتې نصابونو به په را روان کال کې کار وشي."

د لوړو زدکړو وزارت دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې افغانستان کې د نجونو پوهنتونونه لا هم تړلي او د امر ثاني په تمه دي.

ښاغلی خیرخواه وویل، د لوړو زدکړو ۹۰ کلن تاریخ کې پرځان د بسیا کېدو پر لوري چندان ګړندی ګام نه دی اخیستل شوی، "زموږ شاوخوا او نړۍ کې ډېری هېوادونه دي چې د هغوی لوړې زدکړې زموږ د لوړو زدکړو پرتله ډېر لږ تاریخ لري، خو د خودکفایۍ خوا ته لاړ دي او موږ له بده مرغه ډېر وروسته پاتې شوي یو."

"غير مسلکي کسان پوهنتون ته داخل شول"
د پوهنتون استاد عبیدالله وردګ بیا د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزارت پر دې خبره نیوکه کوي چې په تېر کې د افغانستان د لوړو زدکړو که چندان ښه پرمختګ نه دی شوی.

نوموړي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل: "لومړی دا چې د افغانستان د لوړو زدکړو کچه همېشه په دې ډول ښکته نه وه لکه نن يا تېرو داخلي جګړو پر مهال چې وه. د مرحوم داود خان په وخت کې د کابل پوهنتون د اسيا په کچه د لسو بهترينو پوهنتونونو په قطار کې حسابېده او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو څخه يې محصلان درلودل او هغوی ته يې کادرونه تربيه کول".

ښاغلی وردګ زیاتوي، د لوړو زدکړو او تحصيلاتو اصلي ستونزه هغه وخت پيل شوه لکه تېر دوه کلونه چې "غير مسلکي کسان پوهنتون ته داخل شول او د پوهنتونونو رهبري په لاس ورکړل شوه. دا قدم لومړی ځل د ثور له انقلاب وروسته واخيستل شو او اوس تازه دا دی چې اوسني ا.ا.ا هم ټول پوهنتونونه او علمي بسټونه د خپلې ډلې په غير مسلکي کسانو ډک کړي دي او مطمئنا چې له دې ډول وضعيت سره پرمختګ ناشونی دی".

د لوړو زدکړو وزارت علمي مرستیال وویل، په ځینو پوهنتونو کې داسې ډیپارټمنټونه هم شته چې شپږ-اوه کاله مخکې ایجاد شوي، خو د طالبانو تر راتګ پورې اداري او کدري تشکیل نه دی ورکړل شوی او د طالبانو حکومت تشکیل ورکړی دی.

ده وویل، داسې ډیپارټمنټونه هم شته چې کلونه او لسیزې وړاندې جوړ شوي، خو د عملي زدکړو لپاره هېڅ زمینه او اسانتیا پکې نه ده برابره شوې.

"موږ دې برخې ته هم ډېره جدي پاملرنه کوو، کله چې موږ یو ډیپارټمنټ ایجادوو، هغه لابراتوار ته اړتیا لري، هغه تجهیز ته اړتیا لري، هغه سټنډرډ (معیاري) کولو ته اړتیا لري، معیاري صنفونو ته اړتیا لري، موږ یې له جوړولو مخکې بودیجه کې پیشبیني کوو، چې بېلګې یې اوسنۍ ماسټرۍ او دوکتوراوې دي چې موږ لا له وړاندې د پوهنتونونو په غوښتنه د سلو میلیونو افغانیو په اندازه ځانګړې کړې."

د طالبانو حکومت وايي اوس د افغانستان لوړو زدکړو بنسټونو کې ۴۷۱۳۶۰ محصلان زدکړې کوي

د لوړو زدکړو عملي مرستیال وویل، د لوړو زدکړو ځینې بنسټونه هېڅ کتابتون نه لري، چې کتابتون او څېړنه او تحقیق د یوه علمي بنسټ لپاره لازم او ملزوم ګڼل کېږي. ده وویل سږ کال یې په ټولو پوهنتونو کې د څېړنې او تحقیقاتو ۲۵ معینیتونه منظور کړي، چې د ژورنال امریت، څېړنیز مرکز، لابراتوار او کتابتون پکې شامل دي.

د طالبانو حکومت دغه چارواکي ویلي چې پوهنتونو کې یې اوه نړیوال او ۳۳ ملي ژورنالونه ایجاد کړي، چې دا لړۍ په نړیوالو معیارونو روانه ده او استادان په کور د ننه خپلې علمي مقالې په علمي شرایطو خپرې کړي.

د استادانو پټ اثار "ایرو کې لعلونه"
د څېړنیزو اثارو د ساتنې په تړاو د لوړو زدکړو وزارت وايي، چې مخکې ددغو اثارو د ساتنې لپاره کوم منظم فزیکي یا ډیجیټل کتابتون موجود نه و، چې اوس ددې کار لپاره پلان جوړ شوی او په ۹۰ کلن علمي بهیر کې چې استادانو کوم اثار لیکلي یا ژباړلي او ډېرو به دغه اثار هېڅ لیدلي هم نه وي، موږ یې د خوندیتوب لپاره کتابتون جوړول په پام کې نیولي.

"دا کتابتون یوازې ددې اثارو لپاره نه دی، د نورو لپاره هم دی، خو لومړی فکر ددې لپاره ایجاد شوی چې د استادانو دا پټ اثار چې په (ایرو کې لعلونه) دي، باید راڅرګند شي، استادان او محصلان ګټه ترې واخلي".