طالبان وايي لا هم د نجونو او د ښځو د زده کړو د پیل لپاره په کړنلاره کارکوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو او پوهنې د وزارتونو چارواکي وايي، چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو د زده کړو د پیلولو لپاره لا هم په یوه کړنلار باندې کار روان دی.

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو او پوهنې د وزارتونو چارواکو د دوشنبې په ورځ اګست ۲۱ ( زمري ۳۰) په جلا جلا خبري کنفرانسونو کې ملت ته د حکومت د حساب ورکولو د روان پروګرام په لړ کې د خپلو وزارتونو د تیر یو کال د پرمختګونو په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.

خو ددغو وزارتونو چارواکو د خبریالانو د پرله پسې پوښتنو سره سره د لوړو زده کړو په موسسو کې د ښځو او نجونو د زده کړو او هم د نجونو پرمخ د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو د زده کړو د پیلیدلو په برخو کې خبریالانو سره د نویو پرمختګونو په اړه هیڅ معلومات شریک نکړل.

د لوړو زده کړو د وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه ددغو پوښتنو په ځواب کې ویل، چې په پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو د زده کړو د بیا پیلیدو لپاره دوی لا هم په یوه کړنلار باندې کارکوي.

ښاغلي خیرخواه وویل:" تاسو ټول خبریاست چې کله ددوی د زده کړو د معطل کیدو حکم وشو وزیر صاحب په ملي تلویزیون کې یوه مرکه وکړه او خبره وکړه چې هغوی په یوه طرحه باندې کارکوي او هغه طرحه چې نهايي شي د هغې په تطبیق باندې به انشااالله مونږ کار شروع کوو... دا موضوع یوزې د لوړو زده وزارت مسله نه ده په دې کې په دې پورې معارف هم تړلی دی دا چې وزارت معارف په دې برخه کې څومره کار کړی نو په مجموع کې د موضوع باید یو حل ته ورسیږي ".

ښاغلي خیرخواه وویل، چې د کمیټې نور غړي هم په دې مسله کار کوي او داچې دا مسله به څومره وخت واخلي دې یې نشي اټکل کولی.

د پوهنې وزارت د منابعو اداري مرستیال مولوي صبغت الله وثیق په دې اړه چې دا وزارت به کله د شپږم ټولګي څخه پورته ټولګیو کې د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړي خبریالانو ته وویل، چې په اړه د طالبانو د حکومت مشرانو خبرې کړي او دې له هغه څه زیات څه ویل نه غواړي.

ښاغلي وثیق وویل:" ددې موضوع په اړه باندې د اسلامي امارت رهبري او د اسلامي امارت مختلفو وزارتونواو وزیر صاحبانو هغوی وضاحتونه ورکړي دي".

طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستۍ اونۍ مې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د ښځو او نجونو په زده کړو بندیز ولګوه .

ددې پریکړې وړاندې واک ته په ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې د طالبانو د بیا رسیدلووروسته طالبانو د شپږم ټولګي څخه په پورته ښوونځیو کې اصلآ د نجونو ښوونځي پراننیستل او د ۷۱۰ ورځو څخه زیاته موده کیږي چې د طالبانو حکومت د نجونو ښوونځي همداسې تړلي پریښې دي.

د پوهنتون یوې زده کوونکې د خپل نوم د ښودلو پرته امریکا غږ ته وویل، له کله چې طالبان افغانستان کې واک ته رسیدلي د دغې زده کوونکې د ادعا له مخې یې ښځو سره دښمني پیل کړې ده.

دغې زده کوونکې وویل:" هلکان د کانکور ارموینه ورکوي او مونږ په کورونو کې سترې سترګې د اوښکو ډکې په انتظار او ناهیلې ناستې یو... د طالبانو دوه کلنونه پوره شو ټول کارونه یې منفي دي له ښځې او د ښځې د ټولو حقونو سره په دښمنۍ کې یې ټول وخت تیر کړ هره ورځ یو نوي فرمان او نوی بندیز نور هیڅ لاس ته راوړنه نلري".

په عین حال کې د طالبانو د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال مولوي کرامت الله اخوندزاده خبریالانو ته وویل، چې په دغه وزارت کې یې د دیني مدرسو دارالحفاظونو او دارلعلومونو کې یې زده کوونکو لپاره د ښوونکو سل زره نوي بستونه رامنځ ته کړي دي.

هغه وویل، چې اوس مهال افغانستان کې له لس میلیونو څخه زیات زده کوونکي په ښوونځیو کې په زده کړه بوخت دي. هغه وویل اوس مهال افغانستان کې د دیني مدرسو شمیر ۱۴ زرو ته رسیدلی دی.

د سیاسی چارو یو افغان کارپوه او ایران کې د افغانستان یوپخوانی دپلومات د طالبانو د حکومت له خوا د دیني زده کړو پراخیدو په اړه امریکا غږ سره په مرکه کې اندیښنه وښودله چې د طالبانو دا اقدامات به په افغانستان کې د سخت دریځې د لا پراخیدو سره مرسته وکړي.