د روسیې 'لونا-۲۵' ستور بېړۍ له سپوږمۍ سره ټکر شوې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د روسیې فضايي ادارې ویلي د "لونا- ۲۵ Luna-25" په نامه یا هغه ستور بېړۍ له یوه بېړني حالت سره مخ شوې چې ټاکلې وه، سبا دوشنبې د سپوږمۍ مخ ته ورسېږي.

دغې ادارې ویلي دا ستور بېړۍ هغه مهال له سپوږمۍ سره ټکر شوه چې د سپوږمۍ پر سطحه یې د کېناستو یا چورلیځ ته ننوتو ته چمتووالی نیوه.

په دې ستور بېړۍ کې سپرلي نه شته او هڅه کوي د سپوږمۍ پر سوېلي قطب لومړنۍ ارامه ناسته وکړي.

موخه یې هلته د اوبو په نښو پسې کتل دي. همدغه ټکي ته د هند یوه ستور بېړۍ هم ور روانه ده چې ټاکلې ده په څو ورځو کې ور ورسېږي.

وړاندې د روسیې فضايي سازمان انټرفاکس خبري اژانس ته ویلي وو، ټاکلې وه چې روسۍ لونا ۲۵ ستور بېړۍ به د اګسټ پر ۲۱مه د سپوږمۍ پر سطحه ښکته شي.

روسیې نژدې نیمه پېړۍ وړاندې هم یو توغندی سپوږمۍ ته استولی و.

د روسیې فضايي ادارې د یکشنبې په ګهیځ وویل، له لونا-۲۵ سره یې د شنبې په ورځ د ماسپښین پر ۱۴:۵۷ بجو (ګرینویچ ۱۱:۵۷) اړیکه پرې شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي لومړنۍ نښې په ډاګه کوي چې ۸۰۰ کیلوګرامه ستورمزلی "د سپوږمۍ له سطحې سره د ټکر په پایله کې له منځه تللی دی".

په خبرپاڼه کې راغلي چې ددې ماموریت د ناکامۍ معلومولو لپاره به یو کمیسیون وټاکل شي.

د لونا-۲۵ له منځه تلل به د روسیې فضايي ادارې ته یو لو ګوزار وي. د روسیې ناپوځي فضايي پروګرام له څو کلونو راهیسې د شاتګ په حال کې دی، ځکه چې په پراخه کچه یې دولتي بودیجه د پوځ بودیجې ته اضافه کېږي.

روسیه د سپوږمۍ سوېلي قطب ته په رسېدو کې له هند سره په سیالۍ کې وه، تېره اونۍ د هند چاندریان -۳ هلته کښېناسته.

ناسا غواړي لومړی ځل یوه ښځه سپوږمۍ ته ولېږي

روسیې له ۴۷ کلونو وروسته لومړی ځل سپوږمۍ ته خپل فضايي ماموریت استولی

کله چې چاندریان-۳ راښکته کېدله، څو ساعته وخت یې ونیو چې پر سپوږمۍ دوړو کې راښکته نه شي او شپږ ټایر لرونکې سپوږمکۍ پر ځمکه وچورلېږي او د سپوږمۍ پر سطحه د ډبرو لوري ته سوق کړل شي او د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته ځمکې ته انځورونه واستوي.

د سپږمۍ سوېلي قطب چې تل په سیوري کې دی، له شمالي قطب ډېر لوی دی چې هلته د اوبو موندلو شونتیا ډېره ده.

د روسیې فضايي ادارې اټکل کړی و چې د لونا-۲۵ ماموریت خطرناک دی او کېدای شي له ماتې سره مخامخ شي.

دا ستور بېړۍ د اګسټ پر ۱۱مه د روسیې ختیځ کې له فضايي اډې (ویسټوچني) څخه وتوغول شوه او وروسته د روانې اونۍ پر چارشنبه په بریالیتوب د سپوږمۍ مدار ته ورسېده.

اټکل کېده چې دا ستور بېړۍ به پر دوشنبه یا سې شنبه – د هند له ټچ ډاون څو ورځې مخکې هلته راښکته شي او ریکارډ به جوړ کړي.

تر اوسه د هېڅ کوم هېواد ستور بېړۍ د سپوږمۍ پر سوېلی قطب نه ده راښکته شوې، خو وړاندې د چین او امریکا بېړۍ په ډېره ارامۍ د سپوږمۍ پر سطحه راښکته شوې دي.

له ۱۹۷۶ کال راهیسې لونا-۲۵ د روسیې لومړنی فضايي ماموریت و. هغه مهال د لونا-۲۴ ماموریت په بریالیتوب تر سره شو.