د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۴ کلیزه دې ټولو آزادي خوښونکو ته مبارک وي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

درنو هیواد والو
د افغانستان د خپلواکۍ د تر لاسه کولو، ۱۰۴مه کلیزه مو مبارک شه !
له نن څخه ۱۰۴ کاله دمخه د افغان پر آزادۍ مین ولس د غازي شاه امان الله خان تر قیادت او مشرۍ لاندې د انګلیس له زاړه استعمار څخه د افغانستان خپلواکی تر لاسه کړه، چې په سیمه او نړۍ جې یې د استعمارضد پراخ انقلابي غورځنګ رامینځ ته او د استعمار د ړنګېدو لار یې پرانیستله. 
افغانستان د آزادۍ د غورځنګ نړېوال آزادي بښوونکی ویاړ تر لاسه کړ. 
خو استعمار د ځوان آزاد دولت شتون او انقلابي بدلون منلی  ونه شو او د تور فکره ، ترقي ضد کړیو د ملاتړ له لارۍ یې د افغانستان له خلکو څخه د پرمختیا او ترقي نعمت غلا کړ او افغانستان یې د پرمختګ له کاروان څخه په پېړیو شاته و غورځوه. نن هم په افغانستان کې د جهل او تیارو او رڼا  ترمینځ سخته جګړه روانه ده. استعمار یو ځل بیا غواړي افغانستان د اودو کلونو او پېړیو دپاره د ترقۍ له کاروان څخه په شا و تمبوي، او افغانستان د جهالت د تورو دروازو شا د کلونو او پېړیو دپاه په تیارو کې وساتي. 
هیوادو والو د جهالت تر وړاندې خپل غږ او چت وساتۍ او اجازه مه ورکوئ ،تاسې د ترقۍ له کارونه د تل دپاره په شا و تمبوي. په خپل یووالي سره د هیواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه ساتنه وکړئ

د خپلواکۍویاړمنېه ورځ دې ټولو هیوادوالو ته مبارک وي
تل دې وي آزاد او خپلواک افغانستان

د سپرغۍ ویبپاڼه