طالبان: پاکستان دې خپل دښمنان خپله خاوره کې ولټوي، نه په افغانستان کې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو د حکومت د پوځ لوی درستیز د پاکستان د حکومت هغه تورونه بې اساسه بللې، چې وايي د افغانستان له خاورې دغه هیواد ته تروریستان د بریدونو لپاره ورځي.

د طالبانو د ځواکونو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت، د یکشنبې په ورځ اګست ۲۰(زمري ۲۹) کابل کې یو خبري کنفرانس ته، چې د حکومت له خوا ملت د حساب ورکولو د پروګرام په لړ کې جوړشوی و وویل، چې که چیرې هم تروریستان د افغانستان له خاورې پاکستان ته ننوځي د دواړو خوا سرحدي ساتوونکي حضور لري او هغوی حتمي د تروریستانو تحرکات د سرحد په اوږدو کې څاري.

ښاغلي فطرت وویل: "مونږ او تاسو ګورو چې د سرحد په اوږدو کې کومه جګړه نه ده شوې، دا ډول څه نه و، خو دا چې د پاکستان د خاورې دننه کسان شته چې هلته حضور لري او پاکستان نا اراموي د پاکستان په خاوره کې دننه دي، دا چې پاکستان په مونږ افغانانو باندې انتقاد کوي ښه داده، چې خپلې خاورې ته پاملرنه وکړي".

د طالبانو د حکومت د ځواکونو لوی درستیز د وینا له مخې دا مسله د خپل هیواد د امنیت د ټینګیدو په برخه کې د پاکستان د پوخ د کمزورۍ نښه ده چې هغه کسان نشي نیولی چې ددغه هیواد امنیت خرابوي.

ښاغلي فطرت وویل: "که چیرې پاکستان او یا کوم بل هیواد په دې فکر کې اوسي، چې خپل دښمن په افغانستان کې لټوي، سم فکر نه کوي، خپل دښمن دې په خپله خاوره کې ولټوي، لکه څنګه چې مو ژمنه کړې د افغانستان له خاورې هیڅ کوم هیواد ته زیان نه رسیږي او هیڅ کوم هیواد باندې برید نه کیږي".

د طالبانو د حکومت لوی درستیز خبرداری ورکړ، چې هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان په دننه کې په خاوره "تیری" او یا "برید" وکړي.

هغه وویل: "لویو لویو یې بریدونه کړي، ماتې یې خوړلې ده، د هغوی څخه کوچني هیوادونه هیڅکله برید نشي کولی".

د طالبانو د حکومت دغه لوړ پوړې پوځي چارواکې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د اګست اووم ( زمري ۱۶) پیښور کې یوې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې تروریستي ډلو ته د پتنځایونو په ورکولو او د دغو ډلو په ازاد فعالیت باندې اندیښنه ښودلې وه او ویلي و، چې د پاکستان پوځ به ددغو ډلو له منځه وړلو لپاره د هیڅ کومې هڅې څخه دریغ ونکړي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د جنرال منیرله قوله ویل شوي: "پاکستان د افغانستان په خاوره کې هغو ډلو ته چې بندیز پرې لګول شوی د پناه ځایونو په ورکولو او په ازاد ډول د دغو ډلو په اقداماتو باندې اندیښمن دی."

جنرال منیر وویل، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه به ددغو تروریستي ډلو له منځه وړلو او د خپلو خلکو د ساتلو لپاره په ټول توان سره هڅې وکړي.


همداشان جنرال منیر په پاکستان کې په تروریستي فعالیتونو کې د افغانانو په ښکیلتیا باندې یو ځل بیا اندیښنه وښودله او ویې ویل، چې په ترهګریزو فعالیتونو کې د افغانانو ښکیلتیا د سیمې ثبات ته زیان رسوي . هغه وویل،چې دا ډول اقدامات د دوحې له هوکړې څخه سرغړونه ده.

د جنرال منیر ددغو څرګندونو دمخه د پاکستان د پخواني حکومت د صدراعظم شهباز شریف په ګډون یو شمیر لوړپوړو چارواکو د طالبانو په حکومت د پاکستان د بې ثباتۍ تورونه لګولي و او ویلي وو چې د طالبانو حکومت د پاکستان مخالفانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی دی. خو د طالبانو حکومت په پرله پسې ډول د پاکستان دا تورونه بې اساسه بللي دي.