د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۴ مه کالیزه- طالب چارواکي: خپلواکي ولس ګټلې وه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د شنبې په ورځ 'اسد ۲۸مه' د طالبانو ځینو مهمو چارواکو دفاع وزارت کې د هېواد خپلواکۍ اخیستو د ۱۰۴مې کالیزې په مناسبت غونډه جوړه کړې وه.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي غونډه کې وویل چې له نن نه ۱۰۴ کاله مخکې په ۱۹۱۹ کال کې، د امیر امان الله خان د واکمنۍ پرمهال د خپلواکۍ اخیستو کې ډېر رول د ولسونو و.

"د خپلواکۍ اخیستو کې ډېر رول د ولسونو او علماوو او طلباوو و، قرباني ولسونو ورکړې ده، پر انګریزانو ځمکه سره شوه او خبرو ته حاضر شو، همدا وو چې راولپنډۍ کې مذاکرات ورسره وشول، پرېکړه وشوه چې د افغانستان خارجي سیاست به نور د انګریزانو تابع نه وي، دا هماغه ازادي ده چې نن یې موږ او تاسې لمانځو."

۱۰۴ کاله مخکې په همدې ورځ د افغانستان هغه مهال پاچا امان الله خان له بریتانیا د خپل هېواد خپلواکي بېرته اخیستو اعلان وکړ او له هغه راهیسې هر کال په افغانستان کې دا ورځ په شاندارو مراسمو لمانځل کېږي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت نن په همدې مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړې. د حکومتي مراسمو تر څنګ په افغانستان کې دننه او بهر افغانان دا ورځ لمانځي.

ښاغلي متقي وویل چې د اسد/زمري ۲۸ داسې یوه ورځ نه ده لکه چې پر ۲۴ د اسد چې مجاهدین کابل ته داخل شوي او سیمه یې نیولې ده، داسې ورځ هم نه ده لکه اتم د ثور/غوايي چې مجاهدین په یوځل داخل شول او کمونیست رژیم نه یې کابل ونیو.

ښاغلي متقي وویل، د افغانستان خپواکۍ اخیستو کې قرباني ولسونو، دینداره او پر هېواد مینو خلکو ورکړې ده، خو په وینا یې "اقتدار ته داسې خلک رسېدلي چې د دغو قربانیو او ارمانونو ساتنه یې نه ده کړې.

"افغانستان ته چې هر وخت اشغالګر راغلي دي، دلته یې شکست خوړلی دی، دلته که د اسکندر رومي لښکرې هم راغلې دي، له مشکل، سرخوږي او شکست سره مواجه شوي دي، د چنګیر لښکرو هم درانه تلفات لیدلي. انګریزانو درې وارې پر افغانستان یرغل وکړ، درې وارې یې سخت شکست وخوړ، اوسنی پاکستان او هندوستان یې تر واک لاندې وو او دلته ځای پرځای وو، خو چې افغانستان ته به داخل شول، شکست به یې وخوړ".

ښاغلي متقي وویل، له نن نه ۱۴۰ کاله مخکې، په ۱۸۷۹ یعقوب خان د ګندمک تړون لاسلیک کړ او له انګریزانو سره یې ژمنه وکړه چې افغانستان به په خارجي سیاست کې د انګریز تابع وي.

ده وویل چې د امان الله خان د پلار امیر حبیب الله خان تر دورې پورې همدا تړون عملي کېده او د افغانستان سیاست خپلواک نه و.

د طالبانو د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد وویل، ژمنه یې دا ده چې دا ازادي او خپلواکي به ساتي او کوښښ به یې دا وي چې "افغانستان له هر ډول ناخوالو وساتل شي. ملت ته ډاډ ورکوو چې په خپل ټول توان به موږ هڅه کوو چې بیا افغانستان د جنګ جګړو او ناخوالو تورو تیارو ته ستون نه شي."

د خپلواکۍ دې غونډې ته د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وویل، د افغانستان خپلواکۍ د نورې نړۍ محکومو خلکو ته الهام ګرځېدلی.

سراج الدین حقاني وویل، هېوادونه باید خپلې کورنۍ ستونزې په خپله حل کړي او خپلې ستونزې د افغانانو پر اوږو وا نه چوي: "اسلامي امارت په دوحه کې د سیمې له هېوادونو او نړۍ سره کړیو ژمنو ته وفادار دی".

په همدې ترڅ کې د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد له ادرسه خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي چې "د هېواد د خپلواکي اخیستلو ورځ په داسې حال کې نمانځو چې له دې ورځې (اسد ۲۸) څلور ورځې وړاندې مو د امریکايي استعمار د شکست ورځ ونمانځله".

ښاغلي حقاني وویل، له نړیوالو یې غوښتنه دا ده چې له افغانانو سره نېک تعامل وکړي او پر افغانانو د روان محکومیت لړۍ پای ته ورسوي.

د افغانستان په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د خپلواکۍ د ۱۰۴مه کالیزې لمانځلو لپاره غونډې جوړې شوې وې.

له افغانستان بهر په ځینو نورو هېوادونو کې هم ځینې افغانان د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو په هوډ له تور، سور او زرغون بیرغونو سره راوتلي دي.

د افغانستان د خپلواکۍ په تړاو پر خواله رسنیو بېلابېل نظرونه ښودل شوي، ډېری د دې ورځې مبارکیانې ورکړې، خو داسې کسان هم شته چې د خپلواکي اخیستو کې یې د دوی په اند ځینو نیمګړتیاوو ته ګوته نیولې ده.

د پوهنتون یوه پخواني استاد امین الله احساس پر فېسبوک لیکلي، "د امان الله خان ژوند په دوو برخو وېشلی شو؛

لومړی: اسلامي احساسات، له انګریز خپلواکي او یو پیاوړی حکومت درلودل.

دوهم: له غرب او سیکولریزم تقليد او د اصلاحاتو په نامه د غربي ارزښتونو تطبيقول. دا برخه يې لويه تېروتنه او اشتباه وه او د واکمنۍ د ړنګېدو لامل یې شو."