منظور پښتین: یا به د ژوند حق اخلو او یا به د ازادۍ جګړه کوو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د مدني حقونو د غورځنګ (پي. ټي. اېم) مشر منظور پښتين، اسلام اباد ته نږدې په 'ترنول' کې د یوې لوی احتجاجیه غونډې ګډون ته ویلي چې که واکمن قوتونه د پاکستان د ریاست داسې چلول غواړي نو بیا به دوی [پښتانه] ازادي غواړي.

د امریکاغږ ډیوه راډیو د رپوټ له مخې منظور پښتین د جمعې په ورځ اګست ۱۸ (زمري ۲۷) خپله تنده وینا کې خپلو پلویانو ته ووېل: "پښتانه مجبور کړل شوي، دیوال ته اړم کړل شوي دي - یا به د زندګۍ حق اخلو او یا به د ازادۍ جګړه کوو."

د رپوټ له مخې د پي ټي اېم پرونۍ مظاهره د جبري بېدرکه کیدنو او په پښتونخوا کې د مخ په زیاتېدونکې ترهګرۍ پر ضد وه.

ددغه غورځنګ مشرانو غوښتل چې دغه احتجاجیه غونډه په اسلام اباد کې دننه د سترې محکمې د ودانۍ په مخ کې وکړي، خو د پاکستان د سرپرست حکومت یو وزیر سرفراز بګټي ویلي چې د پي ټي ایم د مشرانو سره له کامیابو خبرو وروسته، دا غورځنګ په ترنول' کې احتجاج ته اماده شو.

ښاغلي پښتین په خپله وینا کې ووېل:"پنجاب عرف پاکستان"، پښتنو ته حق نه ورکوي چې خپل درد بیان کړي او د انسانانو لپاره احتجاج وکړي."

په پاکستان کې رسنۍ په رسمي یا غېر رسمي توګه د پي ټي اېم د احتجاجونو او غوښتنو په هکله رپوټونه نه خپروي، خو دغه احتجاجيه غونډه ډېرو خلکو په مستقیمه توګه په ټولنیزو شبکو په ځانګړې توګه په فیسبوک کتلې ده.

ښاغلي پښتين په خپلو خبرو کې د پاکستان په دوو صوبو پښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ په روانه لړۍ، هدفي وژنو، جبري بېدرکه کیدنو او په سیمه کې د پوځ په زیاتېدونکي رول باندې سختې نیوکې وکړې.

نوموړي ووېل: "په سوات، بونېر، دیر، پېښور، باجوړ، مومند، خېبر، وزیرستان، قلعه سېف الله، او کوټه کې خلک په زور بېدرکه کېږي. د شعور خلک په نښه کېږي."

ښاغلي پښتین په خپله دغه تنده وینا کې د قامي ادارو په اړه ووېل چې حکومت ګوډاګی دی، پارلمان ګوډاګی دی او عدالتونه نمایشي دي.

د ښاغلي پښتین تازه نیوکو او تندې وینا ته پوځ یا سرپرست حکومت تر اوسه غبرګون ندی ښودلی، خو دې ته ورته پخوانیو ویناګانو باندې حکومت د هغه پر ضد یو شمېر مقدمې جوړې کړي دي. او ځېني وخت نیول شوی هم دی.

د پي ټي اېم غورځنګ د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ راهیسې فعالیت پیل کړی او د اففانستان پولې ته نږدې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پاکستان د پوځ په رول نیوکې کوي. د تحریک مشران وايي دا داسې جګړه ده چې تاوان یې يوازې پښتون ته رسېږي.

د پاکستان پوځي او حکومتي مشران ترهګري د هېواد لپاره لوی خطر بولي او وايي چې پر ضد یې جدي مبارزه کوي، خو د پي ټي اېم سربیره په پاکستان کې دننه او بهر پدې هیواد کې د مخ په زیاتېدونکې مذهبي سخت دریځۍ او ترهګرۍ پر وړاندې د د پوځ او حکومت په تګلارو نیوکې کېږي.