د قرغیزستان غونډې تازه اعلامیه کې یو ځل بیا د افغانستان په ملاتړ ټینګار شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


د افغانستان لپاره د امریکا او د منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو استازو د افغانانو د ملاتړ او سیمه کې د ټیکاو او امنیت له پاره د امریکا او دغو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ له شته فرصتونو څخه پر ګټې اخیستنې ټینګار کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په اړه د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د قرغیزستان جمهوریت، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او امریکا د ځانګړو استازو د تېرې اونۍ د هغې ځانګړې غونډې اعلامیه بېګا (جمعه د اګست ۱۱مه) خپره کړې چې پکې پر سیمه د افغانستان د اوسني وضعیت پر اغېزونو او په دې اړه د دوی د همکارۍ پر فرصتونو خبرې شوې.

د قرغیزستان پلازمېنې دا غونډه د تېرې میاشتې وروستیو کې وشوه، خو د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دې ناستې په هکله پرون ماښام اعلامیه خپره کړه.

په اعلامیه کې راغلي چې سیمه او نړیواله ټولنه اړ ده چې د داسې متحد، خپلواک، با ثباته او پر ځان بسیا افغانستان ملاتړ وکړي چې ترهګري پکې نه وي او د ښځو او نجونو په ګډون يې د ټولو وګړو حقونو ته درناوی کېږي او له ځان او خپلو ګاونډیو هېوادونو سره په سوله کې وي.

په دې غونډه کې نورو هېوادونو ته د تاوتریخجنې افراطپالنې او ترهګرۍ د صادرېدو، مالي ملاتړ او کوربه توب د مرکز په توګه د افغانستان د خاورې د کارېدو پر مخنيوي ټینګار شوی او د خلکو، وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په مخنیوي کې همکارۍ هم اړتیا بلل شوې.

د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې بشري او اقتصادي وضعیت هم جدي بللی چې د نړیوالې ټولنې قوي او همغږي غبرګون ته اړتیا لري او په تېره بیا د بشردوستانه فعالینو لپاره يې د بشردوستانه اصولو، بې طرفۍ، او خپلواکۍ د اصولو په رڼا کې ټولو اړمنو افغانانو ته د بشرپالانو لاسرسی اړین بللی.

په غونډه کې ټینګار شوی چې د باثباته، اقتصادي پلوه ډاډمن او سوله ییز افغانستان هدف یوازې هغه وخت ترلاسه کېدی شي چې د ښځو او نجونو په ګډون ټول افغانان او د توکمیزو او مذهبي اقلیتونو په شمول ټول افغانان وکولای شي په بشپړ، مساوي او معنادار ډول د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلي. دغه راز يې د هیواد د سیاسي راتلونکي په اړه د ډیالوګ د یوې ټولشموله پروسې اړتیا ته اشاره کړې چې د نورو چارو تر منځ حساب ورکوونکې او استازندویه حکومتي ادارې جوړې کړي.

د انرژۍ پروژو پر اهمیت ټینګار

په اعلامیه کې راغلي چې دغو استازو د تګ راتګ د آزادیو پر ملاتړ هم ټینګار کړی چې پکې په افغانستان کې دننه د ښځو د تګ راتګ آزادي او دغه راز افغانستان ته او له افغانستانه بهر د افغانانو د تګ راتګ او سفرونو آزادي او پر اسنادو او ویزو د محدودیتونو نشتوالی هم راځي.

د هغو پروژو پر اهمیت يې هم ټینګار کړی چې د انرژۍ د بنسټونو د جوړولو او د افغانستان له لارې د منځنۍ او سويلي اسیا د نښلولو له لارې سیمه‌ييز نښلون او ترانزیتي سوداګرۍ ته ورکوي.

دغو استازو ویلي چې په ۲۰۲۳ کې د کوکنارو په کښت کې هم د پام وړ کمښت هرکلی کړی، خو په افغانستان کې يې د تریاکو د صادراتو او د مصنوعي نشه‌يي توکو د تولید پر دوام اندیښنه ښودلې.

په منځنۍ اسیا کې يې د لوړو زده کړو د هغو بنسټونو د ملاتړ یې هم ویلي چې پکې د افغانستان او مرکزي آسیا هېوادونو نارینه او ښځینه محصلین زده کړې کوي او سیمه‌ييز نښلون او کلتوري تفاهم ته وده ورکوي.

د امریکا او د مرکزي آسیا د پنځو هېوادونو د استازو د دغې ګډې اعلاميې په پای کې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د کار ملاتړ شوی او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د هغو هڅو هرکلی یې کړی چې د ګډو ګټو او اندیښنو په اړه د خبرو لپاره د نړیوالو شریکباڼو غونډه جوړوي. دوی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي حضور دوام هم مهم بللی چې د اغېزناکې، مسوولانه او ټولشموله حکومتوالۍ د ودې او د پخلاینې د بامعنی بهیر ملاتړ کوي.