د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د امریکا غږ افغانستان څانګې سره په ځانګړې مرکې وویل چې امریکا د افغانستان له خلکو سره د مرستو کلک نظارت کوي چې په سم ځای کې ولګول شي.
جان کربي د پنجشنبې په ورځ اګست لسمه (زمری ۱۹) په دغې مرکې کې ټېنګار وکړ چې د امریکا حکومت طالبانو ته هېڅ پېسې نه ورکوي او د خپلو شریکانو له لارې د افغانستان له خلکو سره مرستې کوي.
کربي د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر مایکل مککال له هغو څرګندونو یوه ورځ وروسته دا خبره وکړه، چې ویلي یې وو سپېنه ماڼۍ باید د هغو مرستو ډېر نظارت وکړي چې افغانستان ته استول کیږي.
څه موده مخکې د افغانستان د بیا رغونې په چارو کې د متحدو ایالتونو ځانګړي سرمفتش [سیګار] د امریکا کانګرس ته راپور ورکړی و چې طالبان د افغانستان سره د امریکا او ملګرو ملتونو له مرستو ناوړه ګټه اخلي او په مرستو کې مداخله کوي.
خو جان کربي وویل: «موږ طالبانو ته هېڅ پېسې نه ورکوو. موږ خپلو هغو شریکانو او بشري شریکانو ته پېسې ورکوو چې افغانستان ته تللای شي او دا پېسې لګولای شي.»
د استازو د خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مککال د سیګار د راپور په غبرګون کې توړمه ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي وو: «دا د غندنې وړ ده چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پېسې د طالبانو په څېر د ترهګرې ډلې جیبونه ډکوي، [هغه ډله] چې ښځې او نجونې ځوروي، القاعده او نورې ترهګرې ډلې تمویلوي، د دیني اقلیتونو په ضد قساوتونه کوي او هره ورځ د بشري حقونو څخه سرغړونې کوي.»
نوموړي د جوبایډن له حکومت څخه غوښتي چې وضاحت ورکړي چې د افغانستان د خلکو سره کېدونکې مرستې د طالبانو لاسونو ته نه ځي..
جان کربي: موږ طالبانو ته نه بلکې خپلو بشري شریکانو ته پېسې ورکوو
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode