مجاهد: پاکستاني اتباع په افغانستان کې د داعش لیکو کې جنګیږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو ادارې د پاکستان حکومت هغه ادعاو ته غبرګون ښودلی، چې ویلي له افغانستان څخه په پاکستان کې بریدونه تنظیمیږي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي.
د طالبانو ادارې د پاکستان حکومت هغه ادعاو ته غبرګون ښودلی، چې ویلي له افغانستان څخه په پاکستان کې بریدونه تنظیمیږي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي خو زیاتوي، چې هغوی د نورو هېوادونو امنیتي ناکامیو مسؤل نه دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ویلي: « د افغانستان اسلامي امارات دا تورونه په بشپړ ډول ردوي او یو ځل بیا پاکستاني مسؤلینو ته وریادوي، چې افغانستان له اوږدو جګړو څخه راوتلی هېواد دی او په بل هېڅ هېواد، په ځانګړې توګه ګاونډیو هېوادونو کې ناامني نه غواړي.»

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، هغوی په پاکستان کې د بریدونو د مخنیوي مسؤل نه دي او غوښتنه کوي، چې پاکستان امنیتي ځواکونهدې د خپل امنیت ټنګولو پر ځای افغانستان نه توروي.

هغه زیاته کړي:« د پاکستان په خاوره کې د بریدونو مخنیوی او کنترول زموږ دنده نه ده، بلکې په هغه هېواد کې د امنیتي او استخباراتي ارګانونو دنده ده، چې د همدې له پاره د خپل هېواد لویه حصه بودیجه مصرفوي، د پاکستان امنیتي ارګانونه باید خپله دنده په سمه توګه ترسره کړي او د خپل خلکو او نړیوالو د ذهنیت بدلولو لپاره افغانستان متهم نه کړي.»


ذبیح الله مجاهد دغه راز ادعا کړې، چې پاکستاني اتباع د داعش په لیکو کې په افغانستان کې جګړه کوي، خو په وینا یې دوی پر پاکستان د پړې اچولو پر ځای خپله امنیتي تدابیر ټینګ کړي.

 نوموړی وایي، په افغانستان کې یې یو شمېر پاکستاني داعشیان وژلي او لسګونه پاکستاني اتباع یې نیولي، چې د داعش په لیکو کې په افغانستان کې په چاودنو او بریدونو کې لاس لري.

مجاهد زیاتوي: « په تېر ۱۴۴۴ ه ق کال کې په افغانستان کې په بېلابېلو عملیاتو کې تر ۱۸ تنو پاکستاني داعشیان وژل شوي، چې زموږ په خاوره کې یې چاودنې او بریدونه کول او لسګونه نور ژوندي نیول شوي دي، چې ټول اسناد او شواهد یې له موږ سره موجود دي.»

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په افغانستان او سیمه کې یې په دیني عالمانو او مدرسو د « بریدونو لویې توطیې» په اړه کشفي معلومات ترلاسه کړي او په افغانستان کې یې په وړاندې تدابیر نیولي او زیاتوي، چې په دې تړاو یې د سیمې هېوادونو سره هم معلومات شریک کړي« متاسفانه ځینو هېوادونو یې په اړه پر وخت اقدامات نه دي کړي.»

د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې د جمعیت علما اسلام مولانا فضل الرحمن په پلویانو له ځانمرګي خونړي برید وروسته د پاکستان حکومت مشرانو ادعا وکړه، چې په دغه هېواد کې بریدونه له افغانستان څخه تنظیمیږي. له دې برید وروسته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي وو، چې وسله وال په افغانستان کې پټنځایونه لري، له هغه ځایه پاکستان ته ننوځې او بیا د حکومت ضد بریدونه کوي.