د پاکستان پارلمان ړنګ شو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د چهارشنبې په ورځ اګست نهمه (زمری۱۸) د دغه هېواد د پارلمان د ړنګولو فرمان ورکړ.

دا کار په پاکستان کې د یو سرپرست حکومت جوړېدو ته لاره هواروي چې د انتخاباتو له لارې د بل حکومت تر جوړېدو پورې چارې مخ ته یوسي. دا پرېکړه داسې مهال شوې چې د پاکستان یو مخکښ سیاستوال عمران په زندان محکوم شوی دی.

د پاکستان ولسمشر دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې هغه د برحاله صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د دغه هېواد پارلمان ړنګ کړ. علوي‌ ویلي‌ دي: «تر څو پورې چې ملي یوالی نه وي دا هېواد پرمختګ نشي کولای.»

د پاکستان د قانون په اساس، د پارلمان له ړنګېدو درې ورځې وروسته باید نوی سرپرست صدراعظم وټاکل شي او انتخابات په ۹۰ ورځو کې دننه وشي. شهباز شریف ویلي وو چې د پارلمان د پنځه کلنې دورې له بشپړېدو وروسته به واک پرېږدي.

شریف په خپل یو تازه ټویټ کې د خپلې کابینې څخه مننه کړې او ویلي دي چې پاکستان تر څو میاشتو مخکې اوس په ښه وضعیت کې ده.


تېرکال د پاکستان پارلمان عمران خان سلب صلاحیت کړ او شهباز شریف د یو سیاسي ایتلاف په ترڅ کې د پاکستان صدراعظم شو.

په پاکستان کې دا نوي پرمختګونه په داسې وخت کې کېږي، چې د تحریک انصاف ګوند مشر او مخکنی صدراعظم عمران خان د نورو هېوادونو له لوري حکومت ته د ورکړل شویو ډالیو د خرڅولو په تور په دریو کالونو بند محکوم شوی دی.

تېره ورځ د عمران خان وکیل نعیم حیدر پنجوتا وویل چې د محکمې پرېکړه نه مني او د استیناف غوښتنه کوي. هغه ویلي وو چې عالي محکمه به د چهارشنبې په ورځ دا قضیه اوري .

د عمران خان وکیل له هغه سره د اټک په زندان کې ملاقات کړی و. عمران خان په ځان لګېدلي ټول تورونه رد کړي او ویلي دي چې د قانون خلاف کوم کار یې نه دی کړی. د نوموړي وکیلانو ویلي دي چې باید د هغه محکومیت ختم او ناقانونه وګڼل شي.