د اتومي بمونو کلیزه؛ جاپان خپلې پوځي وړتیاوې لوړوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

جاپان دا اونۍ پر هیروشیما او ناګاساکي د متحده ایالاتو د ۱۹۴۵ کال د اتومي بمونو غورځولو –چې سلګونو زره ملکي وګړي یې ووژل او دوهم نړیوال جنګ یې پای ته ورساوه– کلیزه ونمانځله.

په ۱۹۴۵ کال کې د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې له ماتې خوړلو وروسته، جاپان په اساسي قانون بدلون راوست، پوځ یې منحل کړ او جګړه یې د ملت د حق په توګه رد کړه.

خو په سیمه کې د چین او شمالي کوریا له لوري د زیاتیدونکو ګواښونو له کبله جاپان اوس په خپلې تګلارې کې بدلون راوستلی دی.

جاپان په پام کې لري چې تر ۲۰۲۷ کال پورې دفاعي لګښتونه دوه چنده کړي او له خپلې خاورې دباندې پر نظامي مرکزونو د برید کولو توان ومومي.

شمالي کوریا په وروستیو میاشتو کې په لسګونو توغندي د جاپان سمندر لور ته توغولي دي. د تایوان خپلواک ټاپو ته څېرمه د چین په جنوبي سمندر کې د بیجینګ پوځي فعالیتونه هم د جاپان امنیت ته مستقیم ګواښ بلل کیږي.

د جاپان د نړیوالو چارو مرکز څېړونکی تیتسو کوټاني وايي، د جاپان او چین ترمنځ د دفاعي وړتیاوو په برخه کې لوی واټن موجود دی.

نوموړی زیاتوي: "د جاپان سیاسي مشرتابه پوهیږي چې باید پدی اړه کار وکړي او جاپانيان هم د خپل سیاسي مشرتابه ملاتړ کوي ځکه چې د جاپان خلکو ولیدل چې د اوکراین سره څه پیښ شوي."

د اتومي وسلو په اړه په جاپان کې عامه فکر کې هم د بدلون په حال کې دی. د تیتسو کوټاني په باور "د جاپان خلک پدې اند دي چې باید د متحده ایالاتو پر اتومي وړتیاوو باندې تکیه وکړي."

خو د ناګاساکي له اتومي برید څخه ژوندی پاتې ۸۳ کلن سویچي کیډو روان وضعیت د اندېښنې وړ بولي.

کیډو وايي: "اندېښمن یم. تر ټولو مهمه خبره چې باید موږ پرې پوه شو دا ده چې د نړۍ د هېوادونو تر منځ اختلافونه په زور نه شي حل کېدای."

کیډو د اګسټ په شپږمه د ۱۹۴۵ کال د اتومي بریدونو له څو نورو ژوندي پاتې شویو کسانو او د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه په زرګونو استازو سره هیروشیما ته سفر وکړ ترڅو د سولې پیغام خپور کړي.

کیډو وايي: "په نړۍ کې هر وګړی اوس د هیباکوشا کیدو له خطر سره مخ دی. په اوکراین باندې د پوتین له یرغل سره، دا خطر تر بل هر وخت زیات شویدی."

جاپان اوس یو نوي پړاو ته داخلیږي او د جګړې وروسته د پوځ نه کرکه شاته پریږدي. په دغه هېواد کې د اتومي بریدونو څخه ژوندي پاتې خلک چې شمېر یې مخ په کمیدو دی، هیله لري چې د هیروشیما او ناګاساکي غمیزه هېره نشي.