بریتانیا پخوانی لومړی وزیر: "د طالبانو له خوا د ښځو ځپل بشر ضد جرم دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

"
د برتیانیا پخوانی لومړی وزیر او په نړیواله کچه د زدکړو برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګورډن بروان وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو چلن "د بشریت ضد یو جرم دی."

ښاغلي بروان دغه څرګندونې له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کړې دي.

دې پوښتنې ته چې ایا له قانوني پلوه دا ثابتېدی شي چې دا تګلارې د بشریت ضد جنایت دی، نوموړي وویل، په دې لړ کې دوی راتلونکو څو ورځو کې خپل قانوني نظر هم خپروي.

د بریتانیا دغه پخواني سیاستوال د جرمونو له نړیوالې هم غوښتنه کړې چې د بشري حقونو دغه "ظالمانه" سرغړونکي محاکمه کړي.

اوس څه باندې ۶۹۰ ورځې کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته ټولنې نجونې له زدکړو راګرځولې دي او څه نا څه نهه میاشتې وشوې چې پوهنتوني نجونې هم په شخصي او دولتي پوهنتونونو زدکړو ته نه پرېښودل کېږي.

هڅه مو وکړه چې د ښاغلي بروان دغو څرګندونو ته د طالبانو غبرګون هم تر لاسه کړو، خو بریالي نه شو. د طالبانو حکومت په تېر کې تل ادعا کړې چې د ښځو پر زدکړو او کار بندیزونه "لنډمهالي" دي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان کې له بیا واکمنېدو راهیسې په دغه هېواد کې په کمساري ډول د ښځو او نجونو "ازادۍ او حقونه" محدود کړي دي.

ښاغلی بروان وايي، "دا په سیستماتیک او ظالمانه ډول د ښځو او نجونو حقونو تر پښو لاندې کول دي."

د طالبانو حکومت یوازې له څو محدودو دولتي ادارو پرته، په خپل ټول حکومت او این جیو ګانې ښځې له کارونو منع کړې دي.


ښاغلی بروان وايي، "دوی [د طالبانو حکومت] له زدکړو او کار ځایونو ښځې راګرځولې دي، په عامه ځایونو کې هم اجازه نه ورکوي. دا ټول بندیزونه د تبعیض یوه بڼه ده. دا ښايي اوس په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو تر ټولو ناوړه او هر اخیزه سرغړونه وي."

نوموړي وايي، ځینې خلک دغه ډول سیستم "جنسیتي اپرتایید" ګڼي او د هغه په ټکو باید د بشریت ضد یو جرم وبلل شي. ښاغلي براون زیاتوي، "د جرمونو نړیواله محکمه چې د بشریت ضد جرمونو څېړل یې دنده ده، باید څېړنه وکړي او هغه کسان چې دا ډول کړنې کوي، باید محاکمه شي."

ګورډن بروان چې په بریتانیا کې له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۰ پورې لومړی وزیر و، وايي نړیواله ټولنه باید پر طالبانو فشار راوړي چې په خپلو کړنو له سره فکر وکړي.

نوموړ د بریتانیا له حکومت هم غوښتنه وکړه چې د طالبانو پر مشرانو بندیزونه ولګوي او د مسلمانو هېوادونو له مشرانو یې وغوښتل چې طالبانو وهڅوي چې "اسلام داسې دین دی چې ښځو او نجونو ته په کې ارزښت ورکول کېږي."

د طالبانو د حکومت ګڼ مشران اوس هم د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لست کې دي.

د ملګرو ملتونو او اسلامي هېواودنو په ګډون په کور دننه او بهر بیا بیا له طالبانو غوښتل شوي چې د ښځو او نجونو په اړه "ځپونکې تګلارې" بېرته لېرې کړي، خو تر اوسه داسې نه ښکاري چې د طالبانو حکومت په دې برخه کې کوم ګام اخیستی وي.

نږدې دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان له یو شمېر ولایتونو بي بي سي ته داسې غږونه رسېدلي وو، چې د طالبانو حکومت ولایتي چارواکو ښوونیزو ادارو او ښوونځیو ته سپارښتنه کړې وه چې په لومړنیو ښوونځیو کې د لوړ عمر نجونو ته اجازه ورنه کړي چې ټولګیو کې ته ورشي.

سره له دې چې د ډېرو تمه دا وه، ښايي طالبان پر ښځو لګول شوي بندیزونه د وخت په تېرېدو کم کړي، خو وروستیو محدودیتونو ته یې په پام داسې ښکاري چې دې برخه کې لا نور محدودیتونه لګوي.