طالبانو ولې د یوشمیر ایراني بنسټونو فعالیتونه بند کړي؟

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو لخوا په یو شمیر ولایتونو کي د »خمیني ټولني« د فعالیت تر بندیدو وروسته په افغانستان کي د ایران سفارت له طالبانو غوښتي چې د يادي ټولني پر فعالیتونو د بندیزونو لامل دې روښانه کړي.د سیمیزو سرچینو په حواله طالبانو د تیرې شنبې په ورځ )د ۲۰۲۳ کال د اگست ۸ نېټه( په نیمروز ولایت کې د ایراني سرې میاشتې کلینیک او د خمیني د خیریه کمېټې فعالیتونه بند کړل.

هغه لیک چې دویچه ویله ته رسیدلی ښيي چې دطالبانو د مشرتابه لخوا د عدليې وزارت ته داسي لارښوونه شوې: «د مکتوب د متن د معلوماتو له مخې دوې منفور اعمال تر سره کوي  که تاسو جواز نوې ورکړې دغه موسیسه بنده کړئ او که مو جواز ورکړی نو هم ېې په اړه ېې غور وکړئ ځکه چې کارونه ېې سم نه دي.«
په ياد حکم کي زياته شوې: » په یاد مرکز کې نجونو او هلوکانو ته تدریس کیږې او همدا شان په دې مرکز کي د اسلامي امارت د بیرغ پر ځای د ایران بیرغ او د خمیني انځورونه ځړول شوي. د دې بنسټونو مالي امکانات د ایران سفارت لخوا ورکول کیږې او مسؤولین ېې چې د ایران تابعیت لرونکي دي د ایران په سفارت کي شپې تیروي.»

دویچه وېله هڅه وکړه چې د دې موضوع په تړاو د طالبانو دعدلي یا هم د اطلاعاتو او کلتور وزارت نظر را واخلي، خو هغوی د دې موضوع د جزیاتو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

بلخوا د نیمروز ولایت اوسیدونکي محمد عوض دویچه وېله ته وویل: »طالبانو د اسد میاشتي پر ۱۴مه  د نیمروز په ولایت کې د ایران د حلال احمر د کلنیک او د خمیني د امداد د ټولني دروازي پلمپ او فعالیت ېې ور بند کړ.«

د ده په خبره: « نه یواځي اوس بلکې د جمهوریت پر وخت هم د دې ټولني فعالیت د یو راز شکونو سره مل وو. دې ټولني د وخت حکومت ته سم ځواب نه وایه خو اوس ېې طالبانو فعالیتونه بند کړ.»

بل لور د ایراني رسنیو د راپورونو پر بنسټ  طالبانو تر دې وړاندې په هرات، کابل او بلخ ولایتونو کې هم د خمیني کمیټې پر فعالیتونو بندیز لګولی وو.

د ایران هیواد د جماران خبري آژانس کوم چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټ اېښودونکي روح الله خمیني د کورنۍ پورې تړاو لري، ليکلي دي چې د خمیني مرستندویه ټولنې ویلي چې د دوی ټولې کړنې د افغانستان د جوړو شویو حکومتونو د قوانینو او اصولو په اډانه کې د اجازې پر اساس ترسره کیدلې خو د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې دفترونه تړل شوي.

په کابل کې د ایران سفارت دروازه ته څیرمه ولاړ خلګپه کابل کې د ایران سفارت دروازه ته څیرمه ولاړ خلګe
بلخوا په ایران کي پخوانی افغان سفیر عبدالغفور لیوال واېې دارنګه دفترونه چې د هیوادونو ترمینځ پرانستل کیږې باید متقابل وي او چلند ېې هم باید متقابل وي خو کله چې افغانستان په ایران کې دارنګه دفترونه نلري نو بیا خو اصلي خبره داده چې « د دواړو هیوادونو ترمینځ اوسنیو حساسیتونو ته په کتو دا سخته ده چې ایران دي په یو اړخیز ډول په افغانستان کي د دارنګه دفترونه او په دې شکل د فعالیتونو اجازه ولري.»

په کابل کې د ایران سفارت دې موضوع ته غبرګون ښودلی

د افغانستان په پلازمینه کې د ایران د سفیر مرستیال میثم مهدي پور د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ټویټرپاڼه لیکلي:« یادې مرستندویه  ټولني په افغانستان کې د خدمتونو د رسولو د څه باندې څلورو لسیزو تجربو په لرلو سره یې اوس فعالیتونه بند شوي، په دې هیله چې طالبان یې لامل روښانه کړي.»

کارپوهان د دا ډول ټولنو د کړونو په اړه څه نظر لري؟

د سیاسي چارو کارپوه اشرف سادات واېې دې کې شک نشته چې د ډیری هیوادونو د خیریه بنسټونو فعالیت او مرستي تر ډیره بریده د افغانانو لپاره ګټوري واقع شوې خو خبره داده چې دارنګه ټولني د مرستي رسولو ترڅنګ یوشمیر نور فعالیتونه هم تر سره کوي: « د ایران د یوشمیر بنسټونو فعالیت وار له مخې لا د پوښتنو سره مل وو ځکه د دې ټولنو د فعالیت څرنګوالی تر ډیره روښانه نه وو داسې انګیرل کیږې چې دوې د مرستو په نوم یوشمیر نور اهداف لرل او تر ډیره ېې پوښتنو ته ځواب هم نه وایه.»

د کارپوهانو له نظره پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ را په دې خوا د ایران او افغانستان پر پوله نظامي شخړي، له ایران څخه د یو زیات شمیر افغان کډوال را ایستل او د دواړو هیوادونو ترمینځ د هلمند سیند د اوبو پر سر ناندريو هغه څه دي چې د فشار په توګه ترې کار اخیستل کیږي.