د ژرغونې نړیواله کمېټه: افغانستان کې نژدې ۳۰ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په داسې حال کې چې د طالبانو د بیا واکمن کېدو دوه کاله پوره کېږي، د نجات نړیوالې کمېټې د سه شنبې په ورځ اګست اتمه (زمری۱۷) وویل چې په افغانستان کې نژدې ۳۰ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، خو په خبره یې د بودېجې کموالی بشري چارې ګواښي.

دغې کمېټې په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته بشري اړتیاوې زیاتې شوي دي. دې کمېټې ویلي دي چې د بشري مرستو کمېدو د اړمنو خلکو د شمېر په زیاتېدو، اقتصاد په سقوط او دا ډول نورو مسائیلو کې رول لوبولی دي.

د نجات نړیوالې کمېټې ویلي چې په روان کال کې یې د اړتیا وړ بشري مرستو د بودیجې ۲۳ سلنه ترلاسه کړې او په داسې حال کې چې تېرکال په همدې مودې کې یې ۴۰ سلنه بودیجه ترلاسه کړې ده. وايي له همدې کبله یې د روان کال د جنورۍ د میاشتې څخه نیولې د اپریل تر میاشتې پورې دوه میلیون کمو اړمنو ته یې مرستې رسول شوي دي.

په افغانستان کې د نجات د نړیوالې کمېټې مشر سلما بن عیسا ویلي دي: «د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ نېټې څخه راپدیخوا، افغانستان په دوامدار ډول د چټک اقتصادي سقوط له کبله کړېدلی او عامو افغانانو یې زیان ګاللی. هغه خلک چې مخکې په کار اخته او فعال وو، اوس په بشري مرستو تکیه دي او یو شمېر کورنۍ خپل ځان نشي مړولای.»

نوموړې ویلي دي چې د افغانستان اقتصاد لا هم له نړیوال سیستم څخه بهر دی او ۲۸.۸ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري، چې نژدې ۸۰ فیصده یي ښځې او نجونې دي. دا په داسې حال کې ده چې تقریبآ د افغانستان ټول «نفوس په فقر کې ژوند» کوي.

د نجات د نړیوالې کمېټې مشرې ویلي دي چې د بشري مرستو د زیاتوالي او توزیع په برخه کې د نړیوالې ټولنې اقداماتو په افغانستان کې د ډېرو خلکو ژوند ژغورلی دی.

خو نوموړې ویلي دي چې په افغانستان کې د بشري مرستو د اینده په اړه اندېښمنه ده او اداره یې د بودېجې له دوامداره کموالي سره مخامخ ده. د نجات نړیوالې کمېټې ویلي دي چې له بېړنۍ بودېجې څخه پرته به په افغانستان کې د بشري مرستو اندازه صفر ته راټېټه شي. د بودیجې د کموالي له کبله په افغانستان کې وار دمخه ابتدايي روغتیایي خدمتونه بند شوي.

په همدې حال کې د خوړو نړیوال سازمان ویلي دي چې اړ شوی چې د بودیجې د کموالي له کبله اته میلیون کمو اړمنو ته بشري مرستې ورسوي.