دعلمی  او ادبی کنفرانس  دجو ړېدو خبر تيا

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 
سويډن دمالمو ښار
د۲۰۲۳ زکال داگست ۲ 
درنوهيوادوالو،علمی اومسلکی شخصيتونو، فرهنگيانواوفرهنگپالو!
تاسوته خبردرکول کيږي چې په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنه اودافغانانو علمی اوفرهنگی مرکز دسويډن د 
نو ر و فرهنگي ټولنو په فعال گډ و ن در و ان ۲۰۲۳ زکال دسپتمبردمياشتي په ( (دوهمه )) دسويډن دمالمو په ښارکي ((دملی فرهنگ په بډاينه کې دبهرمېشتو افغان علمی اوفرهنگی شخصيتونوونډه ))  ترنامه لاندی علمی کنفرانس جوړېږي . 
پدې کنفرانس کښي دگډون لپاره تاسو وياړلو پوهانو،دغښتلي قلم اوپوهی خاوندانو،شاعرانو،اديبانو دډله ايزو رسنيواوفرهنگی ټولنواستازوته دزړه له کومي دفعال گډون بلنه درکوو . 
موږ غواړو ددې کنفرانس دجوړېدو په مټ په بهرکي افغان مېشت پوهان اديبان،دډله ايزورسنیو استازي اوفرهنگی شخصيتونه خپل  ملی او انسانی مسوليت او رسالت ته يوځل بيا متوجه کړو .
افغانان غواړی خپله ژبه ،کلتور اوملی فرهنگ ژوندی وساتي اوپه نړيواله کچه دعلمی او تخنيکی پرمختگ نه په استفادې سره،دملی فرهنگ دبډاينې اوپياوړتيا په برخه کې  خپله ونډه اوانساني رسالت سرته ورسوی .
موږ پدې باوريو چې ددې کنفرانس تاثيرات به په هيواد اوله هيواد نه بهر  زموږ دملی فرهنگ دعلمی پياوړتيا اوپدې برخه کې د پو هانو ،اديبانو او مسلکی شخصيتونو دهڅونې لامل وگرځی،پايلی به یې ستاسو گډونوالو په  علمی او مسلکی همېشنۍ مرسته گټوری وی.
پدې کنفرانس کي دگډون لپاره مويوشمېر عالمانو،اديبانو،شاعرانو اوفرهنگيا نوته دگډون بلنه ورکړېده خودبلنې لړۍ همدا اوس هم روانه ده ترڅو هغوي  زموږ اوستاسو سره پدې نړيوال علمی کنفرانس کې گډون وکړي اولدې لاري  خپلې علمی اومسلکی تجربې اودراتلونکی کارلپاره خپلې مشورې دکنفرا نس له گډونوالو او ټولوهيوادولو سره شريکي کړي .
موږ به ډير زيات خو ښ سوکه تاسو زموږ سره خپله ،يادخپلې ليکنې اوپېغام په وسيله پدې درنه علمی غونډه کي برخه واخلئ اوپخپل علمی گډون دا کنفرانس نو ره هم دروند اوگټور کړئ. 
البته بايد يادونه وکړم چې :
۱ / له افغانستان څخه هم پوهان اواديبان خپلې ليکنې اوپېغامونه رالېږلاي سي.
۲ / ترکومه ځايه چې داکنفرانس دفرهنگي ټولنو لخوا دايرېږي له سويډن څخه بهر مېلمنو ته موږ دتکت رانيولو مالی امکانات نلرو ،خو دمېلمه پالنې وعده درکوو .
يادونه : 
ددې کنفرانس په هکله به دنورو معلوماتو دخپرولو په مټ دوستان تل په جريان کي وساتو .
داړېکو پته :  دا بریښنالیک پته د چټیاتو تر وړاندې ساتل کیږي. تاسې د جاوا سکریپټ فعالولو ته اړتیا لرئ څو یې وګورئ. 
داړتيا په صورت کي دتليفون شمېره : 0046736511569 
حبيب الله  غمخور