پاکستان او ترکيه کې د افغان کډوالو نيول 'زيات' شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


په پاکستان او ترکيه کې یو شمېر افغان وګړو بي بي سي‌ ته ويلي، په دې وروستيو ورځو کې په دغو هېوادونو کې ګڼ شمېر افغان کډوال نيول شوي او ځورول شوي دي.

په پاکستان کې ويل کېږي پوليسو د يکشنبې په ورځ اسلام اباد کې يو شمېر افغانان نيولي دي. پاکستان کې يوه افغان بي‌بي‌سي ته وويل، په نيول شويو کسانو کې ان داسې کسان هم شته چې ويزې او د اوسېدو اسناد هم لري.

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې مېشتو څو افغانانو بي ‌بي سي ته ويلي، چې پوليس د بې اسنادو کډوالو تر نيولو وروسته ترې پيسې اخلي او بيا يې خوشي کوي.

پاکستاني‌پوليسو تراوسه د دغو نيونو لامل نه دی په ډاګه کړی خو يو شمېر افغان کډوال په دې باور دي، چې د خيبرپښتونخوا په باجوړ کې د جمعيت علمای اسلام پر غونډې د تېرې اوونۍ له مرګوني بريد وروسته په نيونو کې زياتوالی راغلی دی.

وړاندې پاکستاني چارواکو ويلي وو، يوزاې هغه افغانان نيسي چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد ونلري.

بل پلو د ترکيې پوليسو هم په وروستيو ورځو کې په بېلابېلو ښارونو کې ګڼ شمېر افغانان نيولي دي. په نيول شويو افغانانو کې ډېری هغه کسان دي چې هڅه کوي د ترکيې له لارې اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي او همدارنګه هغه کسان نيول شوي چې په ترکيه کې په غيرقانوني توګه ژوند کوي.

په ترکيه کې يوه ازاد خبريال بي‌ بي‌ سي ته وويل، په دې هېواد کې د نيول شويو کسانو شمېر زرو تنو ته رسېږي. ده وويل دغه کسان تر ډېره په وان، ازمير او استانبول ښارونو کې نيول شوي‌ دي.

په دې وروستيو مياشتو کې په ترکيه کې د استوګنې له اسنادو پرته د کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو نيول او ايستل زيات شوي دي. په دغه هېواد کې مېشت يو شمېر افغانان له کډوالو سره د امنيتي چارواکو او پوليسو د ناوړه چلند له امله شکايت کوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته سلګونه زره افغانان د ګواښونو او تعقیب له وېرې پاکستان، ايران او ترکيې ته کډوال شوي او هلته یې یو شمېر اروپايي او نورو هېوادونو ته د تلو لپاره د ویزو غوښتنه کړې ده.

دغه کډوال په يادو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان کې د امنیتي چارواکو د خپلسرو نیونو، زنداني کېدو، لوټلو او بېرته افغانستان ته د لېږلو له ګواښ سره مخامخ دي.

هرات کې د کډوالۍ ادارې چارواکي بيا وايي، د اسلام کلا بندر له لارې هره اوونۍ شاوخوا ۱۴زره افغان کډوال هېواد ته ستنېږي. ایران ته تللي افغان کډوال د دغه هېواد د پولیسو له ناسم چلنده تل سر ټکوي.

اسلام اباد کې يو شمېر افغان کډوال وایې، مالی منابع يې خلاصي شوي، تر سختو اقتصادي او رواني فشارونو لاندې ژوند کوي.

د یادونې ده چې د بښنې نړیوال سازمان د جون شلمې یا د کډوالو نړیوالې ورځ په مناسبت یوه رپوټ کې د پاکستان پر حکومت غږ کړی و چې په سملاسي ډول دغه هېواد کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو 'خپلسره نیول او ځورول' بند کړي.

دغه سازمان ویلي و دغه افغانان د طالبانو لخوا د ځورول کېدو له وېرې له خپل هېواده تښتېدلي او پاکستان ته یې پناه وړې، خو هلته هم خوندي نه دي‌ پاتې.