د بلوچستان په پنجګور کې د بمي چاودنې له امله اووه کسان وژل شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان د بلوچستان ایالت په پنجګور ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله اووه تنه وژل شوي دي.

د مکران ډوېژن یوه جګپوړي حکومتي چارواکي د دې خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې په وژل شویو کې د یونین کونسل يا محلي شورا یو مشر هم شامل دی.

چارواکي وايي، دغه کسان په یوه موټر کې سپاره وو چې د ريموټ کنټرول چاودنه پرې وشوه.

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضياالله لانګو له بي بي سي سره په ټليفوني خبرو کې وويل، د يونين کونسل مشر له نورو کسانو سره د واده په مراسمو کې له ګډون وروسته بېرته روان و، چې پر موټر يې چاودنه وشوه.

تر اوسه د دې چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

ښاغلي لانګو د پېښې غندنه وکړه او زياته يې کړه چې ترې دې وړاندې د دې "يونين کونسل د مشر پلار د بلوچ لېبرېشن فرنټ" په نامه يوې بلوڅ بېلتونپالې ډلې وژلی و.

نوموړي زياته کړه چې د ښکېلو کسانو د نيولو لپاره به له ټولو شته امکاناتو کار واخلي.

پنجګور ولسوالي د مکران ډوېژن برخه ده چې له ايران سره نژدې پرته ده. دا سيمه له اوږدې مودې راهيسې يوه له ناامنو سيمو بلل کېږي خو حکومتي چارواکي وايي چې د امنيت د ښه کولو په موخه کې اقدامات پیل کړي دي.

بلوچستان د پاکستان تر ټولو بېوزله او وروسته پاتې صوبه ده چې له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري.

په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه خيبرپښتنوخوا او د بلوچستان ځینو سیمو کې وسله وال بریدونه زیات شوي چې تر ډېره پوځیان او امنیتي ادارې په نښه کوي.

پاکستان يې پړه پر بلوڅ بېلتونپانو ډلو او پاکستاني طالبانو وراچوي.

يوه اوونۍ وړاندې د خيبرپښتونخوا په باجوړ سيمه کې د جمعيت علمای اسلام پر ناسته ځانمرګی بريد وشو چې په ترڅ کې يې ۳۰ کسانو ژوند وبايله او ګڼ نور ټپيان شول. د دغه پېښې مسووليت داعش ډلې منلی و.