قریشي: د عمران خان ژوند په خطر کې دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي اندېښنه ښودلې چې په زندان کې د دغه هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان ژوند په خطر کې دی.

قریشي یکشنبه اګست شپږمه (زمري ۱۵) ناوخته په یو ویډیویي پیغام کې چې په ایکس (ټویټر) کې خپور شوی، ادعا کړې چې د محکمې د حکم له مخې باید عمران د اډیاله زندان ته وړل شوی وای خو برعکس هغه داسې یو زندان ته یوړل شو چې د ژوند کولو شرایط پکې ډیر سخت دي.

یو فدرالي قاضي شنبه اګست پنڅمه عمران خان په غیر قانوني توګه د دولتي سوغاتونو پلورلو په قضیې کې مجرم وباله او په درې کاله بند یې محکوم کړ.

پولیسو د محکمې د حکم څخه وروسته چې د عمران خان او مدافع وکیلانو په غیاب کې صادر شو، هغه ونیوه او د اټک په زندان کې یې واچاوه چې د پنجاب په ایالت کې دی.

شاه محمود قریشي ویلي: "وکیلانو پرون او نن کوښښ کړی و چې زندان کې د عمران خان سره وګوري خو اجازه نده ورکړل شوې. مونږ اندیښنه لرو ، د هغه ژوند په خطر کې دی. په زندان کې وړ ډاکټران هم نشته."

د عمران خان تحریک انصاف ګوند ویاند ویاند نعیم حیدر ویلي چې چارواکو مدافع وکیلان ندي پریښي چې په زندان کې د ښاغلي خاند روغتیا احوال واخلي او د محکمې د دې حکم په خلاف د استیناف غوښتنې لپاره مهم اسناد لاسلیک کړي.

ښاغلي حیدر په یوې اعلامیې کې چې د تحریک انصاف ګوند خپره کړې ویلي چې د اټک زندان ته د عمران خان حقوقي ټیم او د سیمې اوسیدونکو ته د ورتګ اجازه نده ورکړل شوې.

شاه محمود قریشي وویل چې پلان لري دوشنبه اګست اوومه د محکمې د حکم په خلاف استیناف غوښتنه وکړي خو دا چې د ښاغلي خان مدافع وکیلانو ته زندان ته د ورتګ اجازه نده ورکړل شوې او په اسنادو هغه لاسلیک ندی شوی، نشي کولی چې خپله عریضه محکمې ته ورکړي..
د پاکستان حکومت تر دې دمه پدې هکله تبصره نده کړې چې آیا په ریښتیا د عمران خان مدافع وکیلانو ته اجازه نده ورکړل شوې که نه.

که دا اوسنی حکم د استیناف محکمې لخوا رد نشي، د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان به تر پنځو کالونو پورې ونشي کړی چې په عمومي انتخاباتو کې ځان کاندید کړي.

د تحریک انصاف ګوند غړي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په ټول پاکستان کې د دې ګوند پلویانو سوله ایزې مظاهرې کړي. خو د دې سره سره د دې ګوند چارواکي وایي چې پولیسو یو شمیر مظاهره چیان پدې خاطر نیولي چې خلک وډارول شي چې په مظاهرو کې برخه وانخلي.

په عین حال کې د پاکستان اوسني صدراعظم شهباز شریف ویلي چې د هیواد ملي اسامبله به د روانې اګست میاشتې په ۹مې منحله کړي او واک به سرپرست حکومت ته وسپاري.
ښاغلي شریف د یکشنبې په ورځ د پنجاب په ولایت کې یوې غونډې ته وویل: " زه به د اګست په نهمې خپل حکومت او ملي اسامبله منحله کړم. تر هغې وروسته به سرپرست حکومت چارې پر مخ وړي او انتخابات به کیږي."

منتقدین پدې باور دي چې د عمران خان زنداني کیدل سیاسي انګیزه لري ځکه چې هغه په اوس کې د خلکو تر منځ د ټولو سیاستوالو څخه ډیر محبوبیت درلود.