پاکستاني مقامات: د افغان طالبانو مشر په پاکستان کې بریدونه "حرام" بللي 

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په پاکستان کې یو لوړ پوړي چارواکي امریکا غږ ته ویلي‌ دي چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د سرحد په پورې غاړې او په پاکستان کې بریدونه "حرام" بللي دي.

دغه چارواکي، چې نغواړي نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ ته ویلي دي، چې دا مسئله کابل ته د اسلام اباد د ورغلي پلاوي سره په خبرو کې مطرح شوې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ یو پلاوی څه موده مخکې کابل ته ولاړ او هلته یې له طالب مقاماتو سره خبرې وکړې.

د دغو غونډو په اړه اګاه سرچېنې امریکا غږ ته ویلي چې په غونډو کې په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو "ټي ټي پي" د بریدونو او په افغانستان کې د "هغوی د موجودیت" په اړه بحثونه وشول.

دغه سرچینه وايي چې طالبانو په دې اړه د هبت الله "فرمان" هم له پاکستاني مقاماتو سره شریکه کړې. وايي په فرمان کې ویل شوي‌ چې ملا هبت الله له افغانستان څخه د سرحد په پورې غاړې او په پاکستان کې بریدونه "حرام" ګڼلي او طالبانو خپل هوډ بیا تازه کړی چې چاته به اجازه ورنکړي د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.

د پاکستان پلاوی له هغه وروسته کابل ته ولاړ چې په پاکستان کې بریدونه زیات شول او پاکستاني طالبانو د اکثر دغو بریدونو مسئولیت په خپله غاړه واخیست.یعقوب مجاهد:که څوک له افغانستان څخه بهر ته د جهاد په نیت ځي، دغه جنګ دی جهاد نه دی
سرچېنې وویل: "د شیخ هبت الله فرمان ټولې هغه ډلې چې له ده سره یې بیعت کړی، مقید کوي، او د هغه فرمان دا دی چې په پاکستان باندې حمله حرامه ده."

پاکستان له طالبانو څخه غواړي چې دا فرمان علني کړي،‌ چې د پاکستاني طالبانو او د هغوی افغان طالب پلویانو د فعالیتونو په مخنیوي کې مرسته وکړي. دغه پاکستاني مقام د طالب مشرانو په حواله ویلي دي: "موږ دا [فرمان] د خلکو په منځ او امنیتي او استخباراتي کرښو کې خپور کړی دی."

په کابل کې طالبانو د دغې غونډې او له پاکستاني مقاماتو سره د ملا هبت الله د دغه فرمان د شریکولو په اړه لا تر دې دمه څه نه دي ویلي، خو تېره ورځ د طالبانو د دفاع وزیر یعقوب مجاهد وویل د خپل مشر "امر" ته په اشارې دا خبره کړې ده چې چې له افغانستان څخه بهر ته د جنګ لپاره تګ "جهاد" نه دی.

د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان ملي رادیو تلویزون تېره ورځ په خپل ټویټر کې د هغه خبرې خپرې کړې.

هغه وايي: "اوس د امیر امر دی. اطاعت یې واجب او فرض دی او لازم دی. که څوک له افغانستان څخه بهر د جهاد په نیت ځي، دغه جهاد یې جهاد نه بلل کېږي... امیر مجاهدین د جنګ څخه بند کړي او بیا هم دې روان یې جنګ ته دغه جنګ، جنګ دی جهاد نه دی."

پاکستاني چارواکي‌ ادعا کوي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په کابل کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته په پاکستان کې‌ د پاکستاني طالبانو بریدونه زیات شوي‌ دي. دوی وايي دا ډله له افغانستان څخه خپل بریدونه پلان کوي،‌ خو افغان طالبان دا تور نه مني.