د دفاع وزیر: که څوک له افغانستانه بهر د جهاد په نیت ځي، جنګ یې جهاد نه دی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د دفاع وزارت سرپرست ویلي که څوک له افغانستانه بهر د جهاد په نیت ځي، دغه جنګ یې جهاد نه ګڼل کېږي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد دا څرګندونې د ملي دفاع وزارت قومندانانو او سرتېرو ته په وینا کې کړې دي.

نوموړي خپلو پوځیانو او پوځي قومندانو ته په دې وینا کې ټينګار کړی چې داسې کړنې او اعمال ترسره نه کړي چې د نوموړي په وینا د دوی د نظام لوړو ګټو ته زیان اړوي، بې نظمي او بې اطاعتي جوړوي او د نظام پر وړاندې ننګونې راپورته کوي.

د افغانستان ملي راډیو تلویزیون د هغه دا وینا پر خپلو خواله رسنیو خپره کړې ده.‌

ښاغلي مجاهد وايي‌ "اوس خو د امیر امر دی. اطاعت یې واجب، فرض او لازم دی. که څوک له افغانستانه بهر د جهاد په نیت ځي، دغه جهاد یې جهاد نه بلل کېږي."

هغه خپلو پوځيانو او د دوی مشرانو ته دې وینا کې وايي، چې هم پخپله او هم خپل ملګري پر جهاد، د جهاد پر مقصد او د نظام پر اهمیت پوه کړي او دا چې د خپلو غوښتنو او "خواهشاتو په وجه باید ستونزې او مشکلات جوړ" نه کړي.

نوموړي ټینګار پر دې کړی چې اوس باید د ده په وینا "د پراخو قربانیو" پایله کې د لاس ته راغلې ثمرې یا رامنځته شوي نظام د ساتنې او ځواکمنتیا لپاره کار وشي.

د طالبانو دفاع وزیر دا څرګندونې داسې مهال کړې،‌ چې د پاکستان بېلابېل جګپوړي چارواکي په دغه هېواد کې د بریدونو او امنیتي پېښو له ډېرېدو سره تور لګوي، چې ګوندې دغه بریدونه په افغانستان کې پلانېږي او دا چې بریدګر هم د افغانستان له خاورې ور اوړي.‌