د نجونو زدکړو لپاره وطن پرېښودل افغانستان  وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د نجونو پر زدکړو بندیز ولګاوه،‌ داسې رپوټونه ورکول شوي چې ګڼې افغان کورنۍ د نجونو زدکړو لپاره له دغه هېواده وتو ته مجبورې شوې دي.‌

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د زدکړو غوښتنه؛ ننګرهار کې له سراج الدین حقاني غوښتل شوي چې د نجونو پوهنتونونه پرانیزي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني یو ځل بیا غوښتنه شوې چې پوهنتونونو کې د نجونو زدکړو ته اجازه ورکړي.‌

له ښاغلي حقاني دغه غوښتنه په ننګرهار کې د پوهنتون له استادانو سره په یوه غونډه کې شوې ده.‌

نوموړی د طالبانو د دفاع له وزیر مولوي یعقوب مجاهد،‌ د سترې محکمې له مشر مولوي عبدالحکیم حقاني او ځینو نورو لوړو پوړو طالب چارواکو سره ننګرهار ولایت ته په سفر تللی و.‌

نږدې دوه وړاندې له نوموړي ورته غوښتنه په هرات ولایت کې هم شوې وه.‌ ښاغلي حقاني په هرات کې دې غوښتنې ته په ځواب کې ویلي و،‌ "د دغو موضوعاتو لپاره پر یوه معقول حل کار روان دی."

نوموړي دا هم ویلي و، چې دوی له دې نه ويرېږي چې کله "یوه مساله اختلافي وګرځي، د دې لپاره چې دغه اختلاف لوی او پراخ نشي، هغې ته یو څه انتظار په کار وي."

ننګرهار کې د پوهنتون ځینې استادان د سراج الدین حقاني سره د ناستې پر مهال

د ننګرهار پوهنتون له استادانو سره په غونډه کې د خصوصي پوهنتونونو استازي ډاکټر احمد طارق ویلي،‌ د نجونو زدکړو لپاره د هر ډول "شرایطو" منلو ته چمتو دي.

نوموړي‌ زیاته کړ، "په پوهنتونونو کې د دې نجونو تعلیم پیل شي، هر ډول شرایط چې وضع کېږي، د د منلو تر څنګ یې خلک په تطبیق کې ځان مکلف ګڼي. افغانان باید مجبور نه کړل شي چې خپلې خویندې د تعلیم لپاره نورو ځایونو ته بوځي."

څو میاشتې وړاندې د کندهار یوه اوسېدونکي بي بي سي پښتو ته ویلي و، د خپلو لوڼو د زدکړو په خاطر کوټې ته کوچېدلی دی.‌

په هرات کې هم د خصوصي سکتور استازو ټینګار کړی و، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو بند پاتې کېدل د پانګې د تېښتې لامل شوی‌ او دا چې "ډېری کورنۍ د خپلو اولادونو د زد‌کړو او تحصیل په موخه ګاونډیو هېوادونو ته کډه کېږي."

اوس نږدې ۶۹۰ ورځې کېږي چې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو منع کړې دي، او څه نا څه نهه میاشتې وشوې چې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې نجونې لوړو زدکړو ته نه پرېږي.‌

طالب چارواکي تل ادعا کوي چې د نجونو پر زدکړو بندیز یې "لنډمهالی" دی، خو هېڅ نښه نه لیدل کېږي چې د نجونو زدکړو د بېرته پیل لپاره دې عملي ګامونه اخیستل شوي وي.

ځینې پر دې باور دي چې طالبان اراده نه لري چې ښ‍ځې دې زدکړو وکړي.‌ همدا تېره اوونۍ یې د غزني په ګډون په ځینو ولایتونو کې هغه نجونې هم له لومړنیو ښوونځیو را ګرځولې چې عمرونه یې له لسو کالونو پورته وو.

سره له دې چې په کور دننه او بهر په پراخه کچه له طالبانو د نجونو د زدکړو پیل لپاره غوښتنې شوې،‌ خو تر اوسه طالب مشرانو په دې برخه کې د پام وړ ګامونه نه دي‌ اخیستي.

او تېرو نږدې ۷۰۰ ورځو ته په پام، ښايي‌ په ننګرهار کې د پوهنتوني استادانو غوښتنې ته هم څوک غوږ ونه نیسي؛ خو بیه یې هغه نسل پرې کوي چې له زدکړو محروم ساتل کېږي.