د پاکستان د مخکني صدراعظم عمران خان تر نیول کیدو وروسته ځینو هیوادونو او په پاکستان کې دننه او بهر یو شمیر کسانو بیلا بیل غبرګونونه څرګند کړي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د عمران خان او بل هر سیاستوال پر ضد قضیې د پاکستان کورنۍ موضوع ده.
دې وزارت د ښاغلي خان د نیول کیدو په غبرګون کې ویلي، " مونږ په پاکستان د دموکراتیکو اصولو او قانون د حاکمیت درناوی غواړو، لکه څنګه یې چې په نورې نړۍ کې غواړو".
د متحده ایالاتو تر څنګ د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت هم په پاکستان د عمران خان تر نیول کیدو وروسته ویلي چې پاکستان کې وضعیت له نږدې څاري.
دې وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، "برتانیه د پاکستان سره نږدې او اوږدمهاله اړیکې لري. مونږ د دموکراتیکو اصولو او قانون د حاکمیت ملاتړ کوو".
پولیسو د شنبې په ورځ اګست ۵ (زمري۱۴) د پاکستان پخوانی صدراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر وروسته له هغه ونیو چې د اسلام اباد یوې محکمې هغه د بهرنیو هیوادونو څخه د ډالۍ اخیستو په قضیه کې په درې کاله بند محکوم کړ.
ښاغلي خان په یوې ویډیو کې د چې نیول کیدو څخه وړاندې یې ثبت کړې وه د پاکستان خلکو ته په خطاب کې ویلي چې تر نیول کیدو او زنداني کیدو وروسته یې باید تر هغه اعتراض وکړي چې له "غلامۍ څخه ازاد شي".
د عمران خان تر نیول کیدو وروسته د هغه یو شمیر پلویانو په پیښور کې مظاهرې وکړلې او د خپل مشر نیول کیدل یې وغندل. ځینې ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې، پکې ښودل کیږي چې د پولیسو او عمران خان د پلویانو تر منځ اخ او ډب شوی.
د متحده ایالاتو د جان هاپکنز د پوهنتون پروفیسر سټیف هانک په پیښور کې د عمران خان د پلویانو یوه ویډیو خپره کړې او د مظاهره چیانو سره یې د پولیسو په چلند انتقاد کړی.
د عمران خان نیول کیدو ته غبرګونونه
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode