پاکستان په افغانستان کې د عملیاتو ګواښ کړی؛ طالبانو او عمران خان غبرګون ښودلی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني مقاماتو هغو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي، په پاکستان کې په ترهګرۍ کې "افغان اتباع" لاس لري او ګواښ یې کړی چې اسلام اباد کولای شي د افغانستان په خاوره کې عملیات وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وړمه ورځ په اسلام اباد کې یوې غونډې ته د وینا په مهال ګواښ وکړ چې که د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د کیدونکو ترهګریزو بریدونو مخه ونه نیول شي نو پاکستان بیا دا اختیار لري چې په ترهګرو پسې افغانستان ته ننوځي.

د چهارشنبې په ورځ اګست دوهمه (زمري ۱۱) پخپله یوه ویډيو کې عمران خان د زرداري دا څرګندونې له سیاسي‌ پوهې بهر وبللي او هغه ته یې ور یاده کړه چې افغانستان "خپل تاریخ لري."

د زرداري څرګندونو ته په غبرګون کې عمران خان ویلي: "څوک که لږ څه پوهه ولري پوهیږي چې ددې سیمې خپل تاریخ دی، د سیمې مطلب پاکستان، افغانستان او قبایلي سیمې. نو هغه به داسې احمقانه څرګندونې ونکړي."

د یکشنبې په ورځ د پاکستان په باجوړ ښار کې په یو ځانمرګي برید کې د ۵۴ کسانو له وژل کیدو او ۲۰۰ نورو له زخمي کېدو وروسته د پاکستان صدراعظم شهباز شریف تور پورې کړ چې 'افغان اتباع' په پاکستان کې په ځانمرګو بریدونو کې لاس لري.

ښاغلي شریف د باجوړ د ځانمرګي برید له قربانیانو سره د لیدلو پر مهال په افغانستان کې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د پاکستان خاورې ته د سخت دریځو د ورتګ د مخنیوي لپاره نور اقدامات هم وکړي.

عمران خان چې د حکومت مخالف ګوند، تحریک انصاف مشر دی، د پاکستان موجوده حکومت تورن کړی چې له افغانستان سره یې د ښو اړیکو ټینګولو فرصت له لاسه ورکړی دی.

د طالبانو غبرګون

د طالبانو مقاماتو په وار وار ټینګار کړی چې چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه نورو هېوادونو ته خطر پېښ کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني مقاماتو وروستي تورونه بې اساسه بللي دي.

مجاهد په ایکس (ټویټر) کې په خپور کړي یو بیان کې زیاته کړې: "اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي. که کومه اندېښنه وي، د اسلامي امارت له مسؤلینو سره دې مخامخ شریکه شي، نه دا چې په رسنیو کې بې بنسټه ادعاوې وکړي او د خلکو ذهنونه مغشوش کړي. ښکاره ده چې دا ډول ادعاوې د دواړو هېوادونو او خلکو په ګټه نه دي."

عمران خان ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وړاندې د اشرف غني حکومت د هند پلوی او د پاکستان پر ضد و. هغه زیاته کړې چې د طالبانو حکومت د اسلام اباد دپاره مهم فرصت دی ترڅو له کابل سره د خپلو ګټو په اساس غوره اړیکې پرمخ یوسي.

د عمران خان په خبره، د افغانستان دننه د ترهګرو خلاف د عملیاتو کولو په اړه د بلاول بوټو زرداري ګواښونه په پاکستان کې د ترهګرۍ ستونزه نه هواروي بلکې له امله یې د کابل او اسلام اباد اړیکې نورې هم خړې پړې کیږي.

د بلاول بوټو زرداري او عمران خان دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ په وروستیو بریدونو کې د سلګونو امنیتي کسانو ترڅنګ عامو وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.