طالبانو په ننګرهار کې همیشه بهار راډیو او تلویزیون تړلي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

بی بي سي پښتو ته په رسېدلو انځورو کې لیدل کېږي، چې په ننګرهار کې د طالبانو ځايي‌ چارواکو د همیشه بهار راډیو او تلویزیون دروازو ته قلف اچولی دی.

دغه راډیو تلویزیو له ډېرو محدودو شخصي رسنیو بلل کېږي، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته یې په ننګرهار کې خپرونې کولې.

د دغې رسنۍ مشر اتل خان ستانکزي‌ بي‌ بي‌ سي‌ ته وویل، چې له پرون ‏‏(سه شنبې) راهیسې د طالبانو ځواکونه په دې بهانه د دوی خپرونې تړلي چې "زده کوونکو ته په یوه ټولګي کې خبریالي ور زده کوله."

د ښاغلي ستانکزي په وینا، ځايي طالب چارواکي په دې قهریدلی وو، چې "ولې په یوه ټولګي کې هلکان او نجونې یو ځای کېنول شوې دي."

د طالبانو حکومت په افغانستان کې په نژدې ټولو حکومتي ادارو کې ښځې له کارونو منع کړې دي‌ او اجازه نه ورکوي، چې ښځې او نارینه یو ځای کار او زدکړې وکړي.

ښاغلی ستانکزی زیاتوي "د ټولګي لومړۍ ورځ وه، خویندې او وروڼه راغلي وو، د معرفت غونډه وه. په همدې وخت ۱۵-۲۰ کسان وسله وال طالبان راډیو تلویزیون ته راننوتل. ټولګی یې هم بند کړ او سپکې سپورې یې هم وویلې."

ښاغلی ستانکزی وايي،‌ کله چې دا موضوع رسنیزه شوه، د طالبانو ځايي چارواک یې "لا په غوسه کړل" او دروازې یې وتړلې.

هڅه مو وکړه په دې اړه په ننګرهار کې د طالبانو د ځايي چارواکو او په کابل کې د اطلاعاتو او کولتور وزارت غبرګون هم تر لاسه کړو، خو خبرو ته چمتو نه وو.

خو په ننګرهار کې د‌ طالبانو يو ځايي چارواکي وايي، "په همدې موضوع غونډه کوي."

همیشه بهار د افغانستان په ختیځ کې د خبریالانو د زدکړو لپاره لنډمهالي کورسونه هم جوړوي چې د ژورنالیزم ډېر مینه وال په کې برخه اخلي.

په دغه رسنۍ کې نژدې ۳۵ کسان کار کوي چې نهه یې ښځې دي.

د افغان خبریالانو او رسنیو د ملاتړو ګڼو ټولنو د طالبانو دغه کړنه غندلې او غوښتنه یې کړې چې د دغې رسنۍ دروازې دې بېرته پرانیزي.

تېرو دوو کلونو کې له افغانستان زرګونه خبریالان وتلي او سلګونه رسنۍ تړل شوې دي. د رسنیو فعالان وايي،‌ د طالبانو حکومت په افغانستان کمساري ډول محدودیتونه لګولي او خپلواکو او کره مالوماتو ته لارسرسی ډېر ګران شوی دی.

د طالبانو حکومت په هر ولایت کې د رسنیو د څار لپاره د استخباراتو، امری بالمعروف،‌ د اطلاعاتو او کولتور او ځینو ادارو په ګډون یو کمیسیون جوړ کړی.

ځینو ځايي‌ خبریالانو بي بي سي‌ ته ویلي‌ چې د دغه کمیسیون غړي په ولایتونو کې آن د رسنیو نشراتي مهالویش هم څاري او د همدې لپاره پر لپسې د رسنیو دفترونو ته ورځي.

طالبان بیا تل ادعا کوي چې په "اسلامي چوکاټ" کې د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي.