د افغانستان مسئله کې د ایران او پاکستان د ښکېل پاتېدو هوکړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


پاکستان او ایران ویلي دي چې دواړه هېوادونه په افغانستان کې تلپاتې سوله غواړي. آيا پاکستان او ایران له طالبانو په وېره کې دي؟

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول زرداري بوټو د پنجشنبې په ورځ په اسلام آباد کې له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره ګډې خبري غونډه ته وویل، د افغانستان په اړه له ایران سره همکاری او تعامل ته دوام ورکوي.

د پاکستاني رسنیو د رپوټونو پر بنسټ، دواړو هېوادونو په اقتصادي، سیمه ایزو اړیکو، او د سوداګرۍ پر پراختیا هوکړه کړې.

په تهران کې پخواني افغان سفیر غفور لېوال دویچه ویله ته وویل، پاکستان او ایران په تېرو شاوخوا پنځسو کلونو کې د افغانستان پر موضوع ښکېل پاتي شوي، خو «دا ښکېلتیا یې تل منفې» وه.

ښاغلي لیوال زیاته کړه: «دا اوس دواړه هېوادونه په اوسنیو شرایطو کې د بیلابیلو نړېوالو وسله والو اورپکو ډلو له حضور څخه اندېښنې لري، سره له دې چې دواړه هېوادونه په افغانستان کې له اوسنیو واکمنو سره ظاهري ډيپلوماټیکې اړیکې لري او غواړي چې ورسره تعامل وکړي، مګر په عین حال کې له دغې واکمنې ډلې څخه ویره هم لري او هغه هم په دې دلیل چې د دوی مخالف لوی قدرتونه به ددغې ډلې موجودیت او د یوشمېر نورو اورپکو ډلو موجودیت د دوی پر وړاندې وکاروي.»

ښاغلي لیوال په افغانستان پورې تړلو د ایران او پاکستان ځینو کشالو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د ایران له پاره د اوبو لانجه او پاکستان ته ټي ټي پي یا پاکستاني طالبان دوه ستر «سرخوږي» دي.

د کارپوهانو په خبره دا په خپله ایران او پاکستان ته د تشویش وړ ده ځکه په پاکستان کې ټي ټي پي ده او په ایران کې هم بعضي تحرکات رامنځته شوي دي.

د کارپوه ابراهیم زي په وینا په طالبانو کې هم دوې ډلې دي چې له یوې پاکستان او له بلې ډلې یې ایران ملاتړ کوي: «حقانې شبکه پاکستان ته ډېره نېږدې ده او بله د کندهار ډله چې ملا هیبت الله یې په راس کې دی هغه ایران ته ډېره نیږدې ده اوس دوی غواړي چې په دغو اړیکو او تعاملاتو کې مشترک منافع سره ولټوي.»

په ایران کې د نړېوالو اړیکو شنونکي ډاکټر محمد خان طالبي دویچه ویله ته وویل، سره له دې چې پاکستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر تر ډېره د انرژۍ او سوداګرۍ په برخو کې د اړیکو پر پراختیا ورټول دی، خو د افغانستان په اړه ګډه اندېښنه «داعش» دی.

هغه وويل: «لکه څنګه چې مخکې هم د ایران د بهرنیو چارو وزیر په صراحت سره ویلي ول چې داعش د نړېوالو استخباراتو په واسطه په افغانستان کې ځای پر ځای شوی، چې په راتلونکې کې دغو دوو هېوادونو او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته خطر پېښولی شي.»