په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیره: طالبان په رسمیت نه پیژنو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا توماس ګرینفیلډ ویلي، امریکا د طالبانو د رسمیت پېژندلو په لټه کې نه ده، بلکې پر دې ډلې فشار راوړي چې په خپلو نړیوالو مکلفیتونو عمل وکړي.

ګرینفیلډ چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوراني ریاست د چارو د ترلاسه کولو په مراسمو کې یې خبرې کولې، په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره د امریکايي دپلوماتانو د وروستیو خبرو اترو موخه پر دغې ډلې باندې فشار راوړل وګڼل چې په وینا یې د افغانانو بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس ویسټ، د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري او په قطر کې د افغانستان ماموریت لپاره د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر، د جولای په ۳۰مه او ۳۱مه نېټه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له پلاوي سره چې مشري یې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، مولوي امیرخان متقي کوله، وکتل.

ګرینفیلډ وویل: "د افغانستان په اړه زموږ دریځ ډېر روښانه دی. پدې باور یو چې افغان نجونې باید ښړړنځیړ ته د تګ اجازه ولري او افغانې ښځې باید کار ته ولاړې شي. پدې خاطر مو پء طالبانو فشار راوړی دی. مونږ طالبان په رسمیت نه پیژنو. نجونو ته د زده کړو د اجازې نه ورکولو په دلیل له طالبانو څخه مو هیڅ ډول ملاتړ ندی کړی."

د امریکا سفیرې ګرینفیلډ وویل چې د ۲۰۲۳ کال د اګست په میاشت کې چې امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشري په غاړه لري، د بشري حقونو مسلو ته به رسیدګي وکړي او د ده په وینا "افغانستان به خامخا د لیست په سر کې وي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې غونډه کې د بشري حقونو، له افغانستان سره بشري مرستې، له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره مبارزه، د باور رامنځته کول او له طالبانو څخه د امریکا د اتباعو ازادول د طالبانو له پلوي سره د ویسټ او امیري د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وو.

طالبانو ویلي چې پدې دوه ورځنۍ غونډې کې "د دواړو لوریو تر منځ د اعتماد جوړونې، په دغه لاره کې د عملي ګامونو اخیستلو، تورو لیستونو او بندیزونو لیري کولو، د افغانستان بانک زیرمو ازادولو، د افغانستان اقتصادي ثبات ساتلو، مخدره موادو پر خلاف د مبارزې او بشري حقونو پر موضوعاتو خبرې وشوې. "

لینډا توماس ګرینفیلډ د طالبانو له پلاوي سره د امریکايي دپلوماتانو لیدنې ته په اشارې سره وویل: "په افغانستان کې تر اوسه کوم څرګند پرمختګ نه دی شوی، نو له همدې امله مو له طالبانو سره تعامل شوی چې د بشري حقونو د مسلو په اړه پر هغوی فشار راوړل شي. هغوی مطبوعات سرکوب کوي. نجونې او ښځې یې له زده کړو او کار څخه منع کړي دي. دا ټولې مسلې له طالبانو سره مطرح شوې."

ګرینفیلډ وویل: "[په افغانستان کې] ډیر کار ته اړتیا ده او باید پر طالبانو ډیر فشار راوړل شي چې هغوی خپلو نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کیږدي او د ښځو او نجونو او عامو اتباعو بشري حقونو ته درناوی وکړي."

وروسته له هغه چې طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان واکمن شول، دوی د ښځو د کار او زده کړې پر حق سخت محدودیتونه وضع کړل. دوی د منځنیو او لوړو ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ وتړلې او همدارنګه یې د ملګرو ملتونو د دفتر په ګډون په دولتي او غیر دولتي ادارو کې ښځې او نجونې له کار کولو منع کړې.

طالبانو د ښځو چارو وزارت هم منحل کړ او پر ځای یې د امر به معروف و نهی المنکر وزارت رامنځته کړ.

دغې ډلې همداشان له محرم پرته د ښځو پر سفر او تګ راتګ، تفریحي پارکونو، عامه حمامونو او سپورتي کلبونو ته په تګ بندیز لګولی او د ښځو سینګارتونونه یې هم تړلي دي.

نړیوالې ټولنې تل ټینګار کړی چې که طالبان مشروعیت وغواړي، لومړی باید د ښځو او لږکیو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی وکړي او یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.