د ټرمپ تورن کیدو ته غبرګونونه؛ پنس: هیڅوک له قانون څخه پورته ندی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د متحده ایالاتو د ۲۰۲۰ کال د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د بدلولو په هڅه د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ تورن کیدو د یو شمېر امریکايي سیاستوالو غبرګونونه راپارولي دي.

د ټرمپ په حکومت کې د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر مایک پنس، ویلي دي، هر هغه څوک چې ځان د متحده ایالاتو د اساسي قانون څخه پورته وګڼي "هیڅکله باید" د متحده ایالاتو ولسمشر نشي.

دا تور چې د سه شنبې په ورځ د اګست په لومړۍ نیټه د متحده ایالاتو په پخواني ولسمشر ولګول شو، د ۲۰۲۰ کال د نومبر د دریمې د ټاکنو له ورځې څخه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ تر شپږمې پورې پیښې په کې شاملې دي کله چې د ټرمپ پلویانو د متحده ایالاتو په کانګرس برید وکړ.

د امریکا د کانګرس د مقر د ساتونکي پولیس منصبدار هري ډن چې د خپلو همکارانو سره د ټرمپ د پلویانو د پاڅون په وړاندې ودرید، په یوه وینا کې چې د هغه د وکیل لخوا خپره شوې ویلي دي: «له لومړۍ ورځې څخه د پولیسو نارینو او ښځو لپآره د حساب او عدالت غوښتنه کړې ده چې په زړورتیا سره یې د جنوري په شپږمه [د ټرمپ د پلویانو د پاڅون ورځ] مبارزه وکړه."

ډن، هیله څرګنده کړې چې د امریکا قضايي سیستم به د امریکا په کانګرس کې د ټرمپ د پلویانو د لاریونونو قضیه په سمه توګه وڅېړي.

د امریکا د کانګرس د سنا جرګې د اکثریت مشر چک شومر او د کانګرس د استازو جرګې د دموکراتانو مشر حکیم جیفریز په یوه ګډه اعلامیه کې د ټرمپ په وړاندې نوي تورونو ته په اشارې ړیلي دي چې دا اقدام به په امریکا کې نسلونو ته د ورپه یاد کړي چې "د متحده ایالاتو د ولسمشر په شمول هیڅوک له قانون څخه پورته نه دی."

د متحده ایالاتو د استازو جرګې پخوانۍ رئیسې نانسي پلوسي چې دفتر یې د ۲۰۲۱ کال د جنوري په شپږمه د ټرمپ د پلویانو لخوا ویجاړ شوی و، د یوې بیانې په خپرولو سره ویلي چې قانوني پروسه به بشپړه شي او د هغې په وینا، "عدالت باید د حقایقو او قانون پر بنسټ" پای شي.

پلوسي ویلي چې: "هغه تورونه چې په لیک کې ذکر شوي ډېر جدي دي او بايد په قضايي بهير کې له بهرنۍ لاسوهنې پرته په ارامۍ سره وارزول شي. د هر بل مجرم تورن په څېر، پخوانى ولسمشر تر هغه چې مجرم ثابت شوى نه وي، بې ګناه دى."

خو جمهوري غوښتونکو مشرانو پر ټرمپ تورونه د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته په کتو د سیاسي لاسوهنې یوه بڼه ګڼلې ده. د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن په دې ټاکنو کې د دموکراټ ګوند د نوماند په توګه سیالي کوي. ټرمپ د جمهوري غوښتونکو په منځ کې مخکښ شخصیت دی چې هڅه کوي د ۲۰۲۴ کال د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ګوند نوماندي وګټي.
جمهوري غوښتونکو دا هم ویلي چې د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت باید د جو بایډن د زوی هنټر بایډن د مالیاتو ریکارډونو په اړه تحقیقات روښانه کړي. هنټر بایډن د مالیې څخه د تیښتې تورونه رد کړي دي.

د متحده ایالاتو د استازو جرګې رئیس کیون مک کارتي په یو بیان کې ویلي: "په امریکا کې هر څوک کولی شي وګوري چې راتلونکی پیښه څه دی: د عدلیې وزارت هڅه چې خبرونه ګډوډ کړي او د جمهوري غوښتونکو مخکښ کاندید ولسمشر ټرمپ باندې برید وکړي. د استازو خوني جمهوري غوښتونکي به د بایډن شرکت په اړه د حقایقو افشا کولو ته دوام ورکړي."

د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو اکثریت مشر سټیف سکالیس د ټرمپ په وړاندې تورونه "له واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه" وبلله او د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت یې د هنټر بایډن په ملاتړ تورن کړ.

جمهوري غوښتونکي سناتور ټډ بیډ، وویل چې د بایډن ادارې په مکرر ډول "د عدلي نظام څخه د خپلو لوړپوړو سیاسي سیالانو د په نښه کولو لپاره کار اخیستی دی."