متقي له غربي دپلوماتانو سره په کتنه کې، کابل کې د بهرنیو سفارتونو د پرانستلو غوښتنه وکړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په دوحه کې د امریکا او ځینو لویدیځو هیوادونو د دپلوماتانو او استازو سره په کتنه کې له هغوی غوښتي، چې د دوحې پر ځای دې له کابل څخه خپل ماموریت پرمخ یوسي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د سه شنبې د ورځې ناوخته اګسټ اول (زمري لسم) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې د امیرخان متقي سربیره د مالیې وزارت، افغانستان بانک او سرې میاشتې چارواکو هم د غونډې د ګډون کوونکو پوښتنو او اندیښنو ته ځوابونه ورکړل.

ښاغلي تکل لیکلي: "ښاغلي متقي او ورسره پلاوي د مختلفو هیوادونو سفیرانو پوښتنواو اندېښنو ته په تفصیل سره ځواب ووایه او زیاته یې کړه چې دغه نمایندګۍ ددې پر ځای چې د لیرې څخه د افغانستان لپاره خپل ماموریت پر مخ یوسي، باید په افغانستان کې وجود ولري او د افغانستان اوسني واقعیتونه له نیژدې مشاهده کړي"‌.

طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې غونډه کې د امریکا، برتانیا، هسپانیا، جنوبي کوریا، هالنډ، ایټالیا، استرالیا او کاناډا هیوادونو استازو او دپلوماتانو ګډون کړی و.

دغه وزارت د خبرپاڼي له مخې د دې غونډې ګډونوالو د ورته غونډو پر دوام او له افغانستان سره پر تعامل او ښکېلتیا ټینګار کړی دی.

د دې غونډې کډونوالو تراوسه په دې غونډه کې د شویو بحثونو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په ۲۰۲۱ کال د اګسټ د میاشتې وروسته د امریکا په ګډون یو شمیر لویدیځو هیوادونو له کابل څخه خپل سفارتونه د قطر پایتخت دوحې ته انتقال کړل. دغه هیوادونه د افغانستان وضعیت اړوند مسایل د دوحې څخه څارې.

طالبان چې ټاکل شوې په روانه میاشت کې پر افغانستان باندې خپله دوه کلنه واکمني ونمانځي تراوسه هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان په رسمیت نه دي پیژندلي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو د حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره په افغانستان د بشري وضعیت ښه کیدل د ښځو، نجونو او مذهبي او قومي اقلیتونو د حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی او د القاعدې په ګډون د ترویستي ډلو سره د اړیکو پریکون د لومړنیو شرطونه په توګه اعلان کړي دي.

طالبانو په تیرو نږدې دوو کلنو کې له شپږم ټولکي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو زده کړې بندې کړي او هم یې د تیر ۲۰۲۲ کال په وروستۍ اونۍ کې په پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د ښځو او نجونو په زده کړو بندیز لګولی دی.

همداشان طالبانو د څو دولتي ادارو پرته په دولتي او غیر دولتي موسسو کې د ښځو په کار هم بندیزونه لګولي او د روان کال د اپریل په لومړۍ اونۍ کې يې د ملګروملتونو په دفترونو کې هم د ښځو په کار نیدیز ولګوه.

ددغو اقداماتو سربیره طالبانو په تیرو نږدې دوو کلنو کې په پرله پسې ډول پر ښځو اونجونو باندې په ټولنیز ژوند کې محدودیتونه لګولي دي.

د ملګرملتونو د بشري حقونو شورا په یو راپور کې د ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند جنیستي تبعیض ګڼلی دی.