کابلوف: د طالبانو حکومت ټول ګډونه نه دی، مسکو فارمټ کې بیا خبرې پرې کېږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روسیې دولتي خبري اژانس ټاس ته ویلي چې د مسکو فارمټ ناستې اصلي اجڼدا به په افغانستان کې د طالبانو لنډمهالي یا سرپرست حکومت په پراخ بنسټه کولو خبرې وي.

د افغانستان په تړاو د مسکو فارمټ ناسته د روسیې په کازان کې د راتلونکې سپټمبر میاشتې پر ۲۹ مه جوړېږي.

روسی استازی وایي لاهم د طالب واکمنو لخوا په حکومت کې د نورو قومونو د ورګډلو سیاست کې بدلون او پرمختګ نه دی راغلی. نوموړی وايي:

"تر اوسه ددې مسئلې ( ټول ګډونه حکومت) په برخه کې پرمختګ نه لیدل کېږي، نو ځکه موږ غواړو چې غونډه را وبولو او په دې برخه کې خپل کار ته دوام ورکړو."

روسیه د طالبانو حکومت له بیا راتګه وروسته په وار وار په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت غوښتنه کوي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا وایي حکومت کې یې د ټولو قومونو استازي شته او په دې برخه کې د نورو هېوادونو "فرمایشونه" نه شي منلی.

بل خوا د روسیې ځانګړي استازي دا هم ویلي چې د مسکو فارمټ راتلونکو ناسته کې به له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د نشه يي توکو اړوندو جرایمو هم خبرې وشي.

د روسیه او د منځنۍ اسیا هېوادونه اندېښنه لري چې له افغانستان خاورې یې لاهم هېوادونو ته د ترهګرۍ او نشه يي توکو ګواښونه شته.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم له وړاندې منلې چې دا ځل به یې پلاوی د مسکو فارمټ په ناسته کې ګډون وکړي.

دوې اونۍ وړاندې د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت ویلی وو چې په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژیرینوف د بهرنیو چارو وزارت له پرسرست سره په لیدنه کې د دوی حکومت ته د مسکو په ناسته کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

بل خوا د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی او نورو هېوادونو ترمنځ اختلافي مسایل باید د خبرو له لارې حل شي او په دا ډول ناستو کې د طالب استازو ګډون ددې لامل کېږي چې نیغ په نیغه سره خبرې وکړي.

د مسکو فارمټ وروستۍ ناسته د تېر کال په نومبر میاشت کې ترسره شوه، په هغه ناسته کې د طالبانو حکومت استازو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.

د مسکو فارمټ ناستو بهیر په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې د پخلاینې ملي پروسې سره د مرستې لپاره پیل شو.

د افغانستان په تړاو د سیمې هېوادنو په دې فارمټ کې روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، اوزبکستان او ترکمنستان ګډون لري.