د افغانستان اقتصاد په اړه د نړیوال بانک د جولای میاشتې رپوټ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دغه رپوټ د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملې ادارې او یو شمېرو نور ادارو د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی. په رپوټ کې راځي چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د غیر رسمي شمېرو له مخې د عمومي انفلاسیون یا پړسوب کلنۍ کچه د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې ۲ اعشاریه ۸۲ سلنې ته رسېدلې ده چې اصلي برخه یې د خوړو په برخه کې د بیو کموالی ښيي چې د تېر کال پرتله پکې ۵ اعشاریه ۸۵ سلنه کموالی راغلی.

دا عمومي کمښت تر ډېره حده پورې اساسي اغېزو ته منسوبېږي چې په ۲۰۲۲ کال کې د توکو نړیوالې بیې لوړې شوې او خلکو ته د خوراکي توکو رسولو کې ستونزې پیدا شوې.

په هر صورت، په ۲۰۲۳ کال کې له یوه لوري د خوراکي توکو نړیوالې بیې را ټيټې شوې او له بلې خوا د افغانیو پیاوړي دریځ د کورنیو توکو په ځانګړي ډول خوړو او تېلو د بیو له ټيټوالي سره مرسته وکړه.

پر دې سربېره، د روان ۲۰۲۳ کال په مارچ کې افغان چارواکو په مهمو خوراکي توکو وارداتي تعرفي د پام وړ کمې او دارنګه د هوا مناسب شرایط د ښو محصولاتو لامل شول چې دې هم له یاد مثبت بدلون سره مرسته کړې ده.

د تقاضا کمېدل او د بیو ټیټوالی

بل خوا د یوې دریمې ډلې لخوا ترسره شوې سروې په ډاګه کوي چې د هېواد په بازارونو کې د اړتیا وړ خوراکي او غیرخوراکي توکې ډېر دي خو د خلکو تقاضا یا غوښتنه د پخوا پرتله کمه شوې چې دا کار هم د بیو د کموالي لامل شوی.

اې ډبلیو ایم اېس یا د افغانستان د هوساینې د څارنې سروې، د وروستي پړاو پایلې په ډاګه کوي چې له نیمایي ډېرې افغانې کورنۍ د خپل ژوند پر مخ بېولو لپاره د پام وړ ننګونو سره مخ دي او په زیاتېدونکي توګه د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره په نړیوالو مرستو تکیه کوي.

د افغانۍ ارزښت

رپوټ کې راغلي چې د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر څخه بیا د ۲۰۲۳ کال جولای تر ۲۴ پورې افغانۍ د مهمو نړیوالو اسعارو په مقابل کې خپلې بیې لوړې ساتلې دي.

په دې موده کې افغانۍ د ایراني تومنو په مقابل کې ۴۱ اعشاریه ۲ سلنه، د پاکستانیو روپیو په مقابل کې ۱۹ اعشاریه ۵ سلنه د امریکایي ډالرو او چینایي یوان په مقابل کې ۳ اعشاریه ۹ سلنه او د هندي روپیو په مقابل کې صفر اعشاریه ۵ سلنه لوړه شوې ده.

راپور کاږي چې دا د ۲۰۲۱ کال اګست نه وروسته مهم پرمختګ وو ځکه هغه مهال افغانیو خپل ارزښت ډېر بایللی وو.

خو په رپوټ کې د هغه یو اعشاریه ۴ میلیارډه ډالرو یادونه شوې چې د ۲۰۲۳ کال له پیله بیا تر جولای پورې افغانستان ته استول شوي، دا مرستې په هغو یو اعشاریه ۸ میلیادو ډالرو ور زیاتې شوې چې په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان ته لېږل شوې وې.

د افغانیو د بیو ثبات په دې هم تړل شوې چې له افغانستان څخه د بهرنیو اسعارو د ایستلو مخه نیول شوې او دارنګه له بانکونو د پیسو ایستل هم محدود شوي.

په رپوټ کې راځي چې د کره مالوماتو د نشتوالي له امله نور هغه لاملونه نه شي مالومولی چې د افغانیو د ارزښت لوړوالی کې یې رول درلودلی دی.

د معاشونو ورکړه او ستونزې یې

له نږدې ۱۲۰۰ نارینه او ۳۵۰ ښځینو ملکي مامورینو سره د ټلیفون لارې د ترسره شولو مرکو له مخې مالومه شوې چې د ملکي برخې مامورینو ته د ۲۰۲۳ کال په جون کې تنخواې ورکړل شوې دي.

د دوی نږدې ۹۰ هغو د خپلو بانکي اکونټونو له لارې دغه معاشونه ترلاسه کړي دي، خو رپوټ زیاتوي چې ددغو خلکو ۵۱ سلنه یې د بانکونو څخه د خپلو معاشونو تر لاسه کولو پر مهال له ستونزو سره مخ شوي.

دا شمېرې د ورمخکې میاشتې پرتله لوړوالی ښيي او مرکه کوونکو تر ډېره په بانکونو کې د ګڼې ګوڼې او زړو بانک نوټونو څخه شکایت کړی او ځینو هم په بانکونو کې د پیسو له کموالی ناخوښي ښودلې ده.

کارموندنه

د ۲۰۲۳ کال له مارچ میاشتې وروسته د مسلکي او غیر مسلکي کارمنانو لپاره د دندو په فرصتونو کې زیاتوالی راغلی، ځينې دا دندې د ژمي په موسم کې نه وې، خو د هوا له تودوالي سره زیاتې شوې دي.

رپوټ کې راځي چې په ۲۰۲۳ کال کې هوا ښه والی ددې لامل شوی چې خلک که هغه په کرنه بوخت او یا هم له هغې بهر کارونه په لاس ورغلي دي چې د غیر مسلکي کارکونکو لپاره کار ته لاس رسی پکې شوی.

خو رپوټ بیا زیاتوي چې د مسلکي کسانو لپاره بیا د کار بازار ډېر سوړ شوی او هغه کورنۍ چې ځوانان یا ښځې یې دندو بوختې له اقتصادي پلوه کمروزې شوې دي.

د عوایدو راټولولو

د ۲۰۲۳ مالي کال د لومړیو څلورو میاشتې مالومات دې برخه کې پرمختګ ښيي، ټولې ۶۳ میلیارده افغانۍ راټولې شوې چې د تېر مالي کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی راغلی.

د عوایدو لویه برخه ګمرکي مالیې جوړوي چې د تېر کال همدغو څلورو میاشتو په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

دارنګه د وارداتو زیاتوالي هم ګمرکي عواید ډېر کړي چې د افغانستان د ګمرګاتو ریاست د مالوماتو له مخې ډېره برخه یې له ایران او پاکستان څخه ده.

د عوایدو بله برخه کې د کانونو کېندل او دارنګه د افغانستان د پاسپورت وېش بلل شوی چې ډېر خلک له دغه هېواده د وتلو لپاره ورته غوښتنې سپاري.

خو په صادراتو کې بیا د روان کال له جنورۍ تر مې میاشتې پورې ۹ سلنه زیاتوالی راغلی چې صفر اعشاریه ۷۳ میلیارده ډالر ته رسي او ډېره برخه هم د ډبرو سکرو ده چې پاکستان ته یې په صادراتو کې په بې مخینې توګه زیاتوالی راغلی.

د افغانستان د صادراتو لومړنی مارکېټ پاکستان او ورپسې هند بلل شوی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د نړیوال بانک د جولای میاشتې د رپوټ هرکلی کړی چې د دوی په ټکو د افغانستان په اقتصادي وضعیت کې د رامنځته شویو مثبتو پرمختګو ته پکې اشاره شوې ده.

د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي معاونیت وایې د حکومت ټول پرمختګونه یې باید نړۍ ته په ډاګه شي او له پامه ونه غورځول شي.

د طالبانو حکومت با هم له نړۍ سره په مثبت تعامل ټینګار کوي او وایي کنګل شوې شتمنۍ د ورخلاصې شي چې د هېواد اقتصاد ورسره په پښو ودرېږي.

طالب واکمن دارنګه له نړیوال بانګ څخه غواړي چې د دوی له خوا تمویلېدونکې نیمې پاتې پروژې بشپړې کړې.