په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره د امریکايي چارواکو د غونډې په اړه غبرګونونه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د قطر په پلازمینه کې د طالبانو له پلاوي سره د امریکايي ډپلوماټانو ناسته، د سیاسي او مدني فعالانو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو له پراخ غبرګون سره مخ شوې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس ویسټ، د افغان میرمنو، نجونو او بشري حقونو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري او په قطر کې د افغانستان ماموریت لپاره د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر، د جولای په ۳۰مه او ۳۱مه نېټه، د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له پلاوي سره چې مشري یې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، مولوي امیرخان متقي کوله، وکتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې غونډه کې د بشري حقونو، له افغانستان سره بشري مرستې، له ترهګرۍ او نشه یي توکو سره مبارزه، د باور رامنځته کول او له طالبانو څخه د امریکا د اتباعو ازادول د بحث له مهمو موضوعاتو څخه وو.

طالبانو ویلي چې پدې دوه ورځنۍ غونډې کې "د دواړو لوریو تر منځ د اعتماد جوړونې، په دغه لاره کې د عملي ګامونو اخیستلو، تورو لیستونو او بندیزونو لیري کولو، د افغانستان بانک زیرمو ازادولو، د افغانستان اقتصادي ثبات ساتلو، مخدره موادو پر خلاف د مبارزې او بشري حقونو پر موضوعاتو خبرې وشوې ."

یو شمېر فعالانو او د ټولنیزو شبکو کاروونکو په دې غونډه او په ځانګړې توګه د رینا امیري پر ګډون سختې نیوکې کړې دي. مېرمن اميري تېر کال ويلي و، له طالبانو سره به هغه مهال خبرې اترې وکړي چېدغه ډله په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو د تامين په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

میرمن اميري پر خپل ټويټر‌ پاڼۍ (ایکس) په څو پرله پسې پيغامونو کې په دې غونډه کې د خپل ګډون د لاملونو په اړه لیکلي: " د افغانانو او بشري حقونو د ملاتړو د پراخو غوښتنو له امله چې وايي په بشري چارو په ځانګړې توګه پر ښځو او انجونو د افراطي بندیزونو په اړه باید له طالبانو سره تعامل وشي، له خپلو همکارانو سره یوځای، طالبانو سره خبرو ته کښېنستم. "


خو په افغانستان کې یو شمېر فعالانو او دسیاسي او مدني‌ جریانونو په رینا امیري نیوکې کړي او ځینو یې هغه له طالبانو ته په لابي کولو تورنه کړې ده.

د «افغانستان د ځواکمنو ښځو اصلي غورځنګ» بنسټ ایښودونکې مونسه مبارز ویلی چې، افغان مېرمنو رینا امیري ته وکالت نه دی ورکړی چې د دوی په استازیتوب دې خبرې وکړي.

اغلې مبارز پر خپل ټويټر‌ پاڼۍ (ایکس) کې لیکلي: "رینا امیري په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو د ګټو استازې ده، نه د هغو ښځو استازې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د معاملې قرباني شوې دي. د مېرمن امیري ادعا کاملا درواغ دی او د افغانستان هیڅ یوې مېرمنې هغې ته خپل وکالت نه دی ورکړی ترڅو په افغانستان کې د معترضو میرمنو له ادرسه دې له طالبانو سره خبرې وکړي."

یو افغان خبریال مختار وفايي،‌ میرمن امیري د طالبانو په ګټه په"لابي" تورنه کړې او په ټولنیزو شبکو کې یې د هغه پیغامونه "تیر ایستوونکي" وبلل.


د افغان ښځو د حقونو یوې بلې فعالې مینا رفیق پر خپل ټويټر‌ پاڼۍ (ایکس) کې لیکلي:"زه مینه رفیق، د یوې فعالې او د بشري حقونو او د افغان ښځو د حقونو د مدافعې په توګه، هېڅکله مې له رینا امیري نه دي غوښتي چې زما هېواد او زما خلک له ترهګرو طالبانو سره معامله کړي. "

د ښځو د حقونو فعاله او افغان لیکواله، حمیرا قادري پر خپل ټويټر‌ پاڼۍ (ایکس) کې لیکلي:"ریناجانې، تاسو او ما د سهار تر یوې بجې پورې په هرات کې د بشري حقونو له ګڼ شمیر فعالانو سره خبرې وکړې.دوی ټولو له تاسو او زما څخه وغوښتل چې ددوی غږ واوسو او له طالبانو سره معامله ونکړو، خو تاسو ولې د دوی هیلې کټ مټ هغه شان کړل چې تاسو او ستاسو حکومت غوښتل؟"

په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس ویسټ، د ټويټر‌ (ایکس) له لارې په یوه پیغام کې د طالبانو له استازو سره خبرې "مشرح او روښانه" ګڼلي او د "افغانستان د خلکو ملاتړ او ګټو خوندي کولو" لپاره یې ددې خبرو دوام پر اړتیا ټینګار کړی دی.