پر مسکو تر ډرون برید وروسته د ښار یو مصروفه هوایي ډګر تړل شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د جولای پر ۳۰مه وختي‌ تر ډرون برید وروسته په هغه ښار کې یو مصروفه هوايي ډګر تړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اوکراینیو ځواکونو د هغه هېواد په جنوب او ختیځ سیمو کې د روسیې خلاف په ځوابي عملیاتو کې پرمختګ ته دوام ورکړی دی.

د اوکراین د دفاع مرستیالې وزیرې هانا مالیار د جولای پر ۳۰مه پر ټېلګرام لیکلي چې د هغه هېواد پوځیان په زپورېژیا سیمه کې د بېردیانسک او مېلېتوپول پر لوري د دې په وینا، "ورو، خو یقیني پرمختګ" کوي.

چارواکو په مسکو کې تر ډرون برید وروسته د ونوکوفو هوايي ډګر په عارضي ډول تړلی دی. په هغه برید کې یو تن زخمي شوی وو او دوو دفترونو ته زیان رسېدلي وو.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې د مسکو په فضا کې یې یوه بې پیلوټه الوتکه ویشتلې او دوه خپل هدف ته تر رسېدو وړاندی پرېوتې دي.

په خپلواکه توګه د روسیې د دعوو تصدیق نه شي کیدای او کییف یې هم لا په اړه څه نه دي ویلي. دا په روانه میاشت کې څلورم ځل دی چې پر مسکو ډرون بریدونه کېږي.