باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام یوه غونډه کې چاودنې؛ د مړو شمېر ۴۱ ته رسېدلی 

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د ژغورنې (رېسکیو)۱۱۲۲ ویاند وايي، د باجوړ په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۱ ته رسېدلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې له چاودنې وروسته پېښور ته راوړل شوي درې ټپيان مړه شوي دي. په داسې حال کې چې يو تن ټپي په روغتون کې ساه ورکړه.

چاودنه د خیبر پښتونخوا د باجوړ په ښار سیمه کې د مذهبي ګوند جمعیت علمای اسلام په یوه غونډه کې شوې ده.

ځينې ځايي رسنۍ بيا د وژل شويو شمېر ۵۰ تنه او د ټپیانو شمېر تر ۱۵۰ تنو يادوي.

د خيبرپښتونخوا د پوليسو يو چارواکی نذير خان وايي، له لومړنيو پلټنو داسې ښکاري چې دا يو "ځانمرګی بريد" و.

لومړي وزیر شهباز شریف پر وژل شویو خواشیني ښودلې ده او له کورنیو چارو وزارت او د خیبر پښتونخوا له موقت حکومت یې د رپوټ ورکول غوښتي دي.

د ځايي پولیسو په وینا، د چاودنې قربانیان روغتون ته لېږدول شوي او هغه کسان چې روغتيايي حالت يې نازک او يا سخت ټپيان شوي پېښور لېږدول شوي دي.

د ژغورنې ادارې ویلي، ښايي د مړو شمېر ډېر شي.‌

د ۱۱۲۲ ژغورنې او مرستې ادارې ویاند ویلي، چاودنه د ګوند د غړو د یوې غونډې پرمهال د باجوړ ښار سیمې دوبۍ موړ ته څېرمه شوې ده.

د راپورونو له مخې په غونډه کې د جمعيت علمای اسلام شاوخوا ۴۰۰ تنو غړو ګډون درلود. ويل کېږي چاودنه له سټېج سره څېرمه شوې ده.

د جمعیت علمای اسلام مرکزي منشي مولانا عبدالغفور حیدري ویلي، د دوی ګوند دا چاودنه په سختو ټکو غندلې ده.

باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام یوه غونډه کې چاودنه

نوموړی وايي، د هېواد وضعیت ورځ تر بلې ناوړه کېدونکی دی او دده په ټکو "جمعیت علمای اسلام یو سوله‌ییز ګووند دی. موږ تل د سیاسي مبارزې سوله‌ییزه لاره غوره کړې ده".

په ورته وخت کې، امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پلټنې عملیات یې پیل کړي دي.

تر اوسه کومې ډلې یا چا د چاودنې مسؤلیت نه دی منلی. خو پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او دغه چاودنه يې غندلې ده.

په وروستیو کې خیبر پښتونخوا کې ترهګریز فعالیتونه ډېر شوي دي.

وړاندې د خیبر په جمروډ سیمه کې یوه جومات کې ځانمرګي برید یو پوځي وژلی و.