د افغانستان د کرکټ یو لوبغاړي د کریس ګیل ریکارډ مات کړ 

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي صدیق الله اتل تیره ورځ د کابل د غوره لیګ په شل اووریزو سیالیو کې په یو اوور کې ۴۲ منډې وکړې او یو ریکارډ یې ټینګ کړ.

د کرک انفو وېبپاڼې ویلي، چې تر دې مخکې د ویسټ انډیز د ملي ټیم پیاوړي لوبغاړي کریس ګیل په ۲۰۱۱ کال کې د هند د غوره لیګ په سیالیو کې د لوبې پر مهال په یو اوور کې ۳۷ منډې کړې وې، خو صدیق اتیل ترې پنځه منډې مخکې شو.


صدیق الله اتل دغه ریکارډ پرون د کابل په ايوبي لوبغالي کې د "شاهین هنټرز" لوبډلې د "اباسین ډیفندرز" لوبډلې پر وړاندې په سیالۍ کې خپل کړ.
په پرونۍ سيالۍ کې هغه په داسې حال کې چې ٧٦ منډې يې کړې وې، د لوبې په ١٩ اوور کې په زړه پورې لوبه وکړه او په يو اوور کې يې اووه شپږيزې ووهلې.

د سیالې لوبډلې لوبغاړي امیر ځاځي لومړی توپ په غیر قانوني ډول (No ball) وغورځاوه، چې د اتل لخوا پرې شپږیزه وشوه او بیا وروسته یې له قانوني کرښې بهر یو توپ (Wide ball) باندې شپږیزه وکړه.

په دې سیالیو کې اتل په ۵۶ توپونو ۱۱۸ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

دغه ۲۱ کلن لوبغاړی د مارچ په میاشت کې د افغانستان له ملي لوبډلې سره یوځای شو.