پر افغانستان انترنشنل رسنۍ د م.م. د کارپوهانو نېوکه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د ېوې رسنۍ له خوا په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په هکله د دغه سازمان د بشر حقونو د شورا د ېوې غونډې په تړاو د ناسمو معلوماتو پر خپراوي اندېښنه څرګنده کړې ده. 

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا له خوا دغه غونډه په جون مېاشت کې ترسره شوې وه چې پکې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په هکله اندېښنه څرګنده شوې وه.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جمعې په ورځ (د جولای ۲۸مه) په یوه اعلامېه کې د یادې غونډې په هکله د ېوې رسنۍ له خوا د ناسمو معلوماتو پر خپراوي خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

په اعلاميه کې راغلي دي: «موږ له دې کبله چې د افغانستان انترنشنل په نوم ېوې رسنۍ په جون میاشت کې د افغان ښځو او نجونو په هکله د بشري حقونو د شورا په یوه غونډه کې له یو مهم بحث څخه ناوړه استفاده کړې او د ېوې رابلل شوې افغانې ویناوالې او د ملګرو ملتونونو د یوې غړې په هکله ېې توهین آمیزه کمپاین کړی، متاسف یو.»

په اعلاميه کې پر دې ټينګار شوی دی چې دا ډول غونډې باید د نظریاتو د وړاندې کولو امنه او پراخه فضا ولري، په داسې حال کې چې د بشر حقونو پر مسائیلو د ویناوالو نېوکې د منلو وړ دي: «د غونډې ټول ګډونوال بايد له ګواښ، ناوړه استفادې او رعب او نورو غچ اخیستونکو مواردو څخه آزاد وي.»

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په اعلاميه کې زیاته شوې چې پر افرادو باندې شخصي حملې، د هغوی پر شخصي حریم نفوذ او د ناسمو جنسيتي معلوماتو خپراوی د هغوی د امنیت او خونديتوب له پاره شديد عواقب لرلی شي او همدارنګه دا کېدای شي د هغوی شهرت ته هم جدي زیان واړوي.

په اعلامېه کې ويل شوي چې د یادې غونډې له پاره ويناوال پرته له دې چې د ملګرو ملتونو غړيتوب پکې رول ولري، انتخاب او دعوت شوي ول. ویناوال د «يو ټاکل شوي پروسیجر او د موضوع په تړاو د غږونو او نظرونو کثرت ته د اولویت ورکولو» پر اساس دعوت او انتخاب شوي ول.

د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي چې دوی په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو د احیا له پاره د ملاتړ پر ېوې ګډې همغږۍ د تمرکز غوښتنه کوي، له هغې جملې «پراخو نظرونو ته درناوی په ځانګړې توګه هغه چې د افغان ښځو له خوا بیانيږي.»