بلینکن: روسیه په ټوله نړۍ کې د وسلو پیرلو په لټه کې ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر شمالي کوریا ته د روسیې د دفاع وزیر سفر ته په اشارې سره وویل، امکان نه لري چې هغه دې په رخصتۍ کې وي ځکه روسیه له ایرانه نیولې تر شمالي کوریا پورې په ټوله نړۍ کې د وسلو د پلورلو په لټه کې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې په استرالیا کې دی، د جولای په ۲۹مه وویل چې دی په دې باور دی چې د روسیې د دفاع وزیر په شمالي کوریا کې د اوکراین پر ضد په جګړه کې مسکو ته د پیونګ یانګ د وسله والو ملاتړ د تضمین په لټه کې دی.

د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو دا مهال په پیونګ یانګ کې دی او بلینکن وویل چې روسیه په ټوله نړۍ کې له خپلو شریکانو څخه وسلې اخلي. دامریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر په برسبین کې وویل: « زه په کلکه شک لرم چې هغه )د روسیې د بهرنیو چارو وزیر( په رخصتۍ کې دی» موږ وینو چې روسیه په شدت سره د ملاتړ او وسلو په لټه کې ده. هغه به دا هر ځای په لټه کې وي چې د اوکراین په وړاندې خپلو بریدونو ته څنګه دوام ورکړي.

بلینکن وویل : «موږ وینو چې په شمالي کوریا او همدارنګه د ایران سره، چې روسیې ته یې په اوکراین کې د ملکي تاسیساتو د برید او ملکي خلکو د وژلو لپاره ډیری ډرون الوتکې هم ورکړي دي.»

د بلینکن دا څرګندونې په داسې حال کې سوي چې د روسیې د دفاع وزیر په پیونګ یانګ کې دی او د شمالي کوریا د رسنیو په وینا د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره  اوس په  «دوستانه خبرو» بوخت دی.

امریکايي استخباراتي چارواکو خبرداری ورکړی چې روسیه د ایران په مرسته د ډرون الوتکو د تولید یوه فابریکه جوړوي او که دا کمپلکس بشپړ سي، ښایې داوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې پر وړتیا به د پام وړ اغېز وکړي.

د  سي ان ان  ټلویزیون په وینا، د متحده ایالاتو د دفاعي استخباراتو ادارې (DIA) شنونکو د جمعې په ورځ، د جولای په ۲۱مه په یوه کوچني مطبوعاتي کنفرانس کې وړاندوینه وکړه چې دا تاسیسات کولای سي روسیې ته د اوکراین د جګړې لپاره «د ډرون خورا لويې وسلې» چمتو کړي.

روسیه له تاریخي پلوه دشمالي کوریامتحد پاتې سوی ده  او یو له هغو څو هېوادونو څخه شمیرل کیږي  چې له پیونګ یانګ سره دوستانه اړیکې لري.

نیویارک ټایمز تیر کال راپور ورکړ چې روسیه د متحده ایالاتو د استخباراتي خدماتو د ناڅرګندو معلوماتو پراساس له شمالي کوریا څخه وسلې اخلي.

یوه امریکايي چارواکي  نیویارک ټایمز  ورځپاڼې ته ویلي وو، چې روسیه تمه لري چې د لنډ واټن ویشتونکو توغندیو او توپچي مرمیو سربیره په راتلونکي کې له شمالي کوریا څخه د نورو تجهیزاتو د اخیستلو کوښښ وکړي.