د ملي‌ بیرغ ورځې ته د دوو وتلو افغان سندرغاړو نوې سندرې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له افغانستانه بهر ګڼو افغانانو پر خواله رسنیو نن (د جولای ۲۹مه) د ملي بیرغ ورځ داسې مهال لمانځي چې په کور دننه یې لمانځلو ته اجازه نه ورکول کېږي.

د افغانستان پرځول شوي جمهوري حکومت څو کاله وړاندې د زمري اومه (د جولای ۲۹مه) د ملي بیرغ ورځ نومولې وه چې په بېلا بېلو بڼو لمانځل کېده.‌

تازه د همدې ورځ د لمانځنې په پار،‌ د افغانستان دوو وتلو سندرغاړو میر خان مقري او جاوید امیرخېل سندرې ویلي چې ډېرو مینه والو یې پر خواله رسنیو شریکې کړې دي.‌

د ښاغلي مقري د‌ "درې رنګه" سندره چې د یوې غونډۍ پر سر ریکارډ شوې، لومړی بیت یې "له سره راشین کېږمه - زه بیا را پورته کېږمه‌" دی.‌

ښاغلی مقري‌ په خپله سندره کې د ځینو هغو مینه والو ویډیوګاني او انځورونه هم کارولي چې د دې سندرې لپاره یې ور استولي دي.‌

نوموړي د بي بي سي حفیظ الله معروف ته وویل، "د دې سندرې موخه دا ده چې بیرغ وستایوو. اوس بیرغ په زوال کې دی، خو هاغسې چې په شعر کې مې هم ویلي دي، په زړونو کې درزېږي او ورکېږي نه.‏‎‏"

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

د دې سندرې شعر میر خان مقري په ګډه له عصمت الله همدرد سره لیکلی دی.

د افغانستان د بل وتلي سندري غاړي جاوید امیرخېل نوې سندره ‏"درې رنګه ملي بیرغ" نومېږي چې شعر یې هم خپله لیکلی دی.

د ښاغلي امیرخېل سندره په دې بیت پلېږي چې، "موږ به یې بیا وطن ته وړو د باتورانو دی- درې رنګه بیرغ د افغانانو دی."

د ښاغلي امیرخېل په سندره کې د شعر په ژبه د افغانستان د ملي بیرغ د درې واړو رنګونو مانا راوړل شوې ده.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د ملي بیرغ لمانځل بند شول او پر ځای یې طالبانو خپله سپینه جڼده پورته کړه.

د طالبانو حکومت که څه هم په رسمي ډول د ملي بیرغ د بندېدو په اړه څه نه وايي، خو دا وروستیو کې د طالبانو دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد په یوه مرکه کې ټینګار کړی و چې د "ملي بیرغ په څېرو مسلو باندې اوس بحث نه کوي."

د ملي بیرغ تاریخ

د افغانستان ملي بیرغ تېرو سلو کلونو کې بدل شوی دی. هر حکومت او سیاسي ډله چې واکمنه شوې د خپل لیدلوري او سیاسي او فکري اخیستون له مخې یې د دغه هېواد بیرغ بدل یا یې پکې بدلون راوستلی دی.

د افغانستان ملي بیرغ تور، سور او زرغون رنګ لري، چې اول ځل د شاه امان الله خان حکومت کې د ۱۳۰۷ لمریز کال لویه جرګه کې تصویب شو.

له هغه وروسته افغان ملي بیرغ کې ډېر بدلون راغی، خو پر ۱۳۸۲ لمریز کال بیا هم هماغه درې پخواني رنګونه خو په لږ توپیر د افغانستان اساسي قانون کې درج شول.

د افغانستان علومو اکېډمۍ مخکينی غړی، تاریخپوه او لیکوال استاد حبیب الله رفیع وايي، "شاه امان الله خان افغان ملي بیرغ ته د درې رنګونو غوره کولو سره غوښتل د خلکو مبارزه په کې منعکسه کړي."

د ښاغلي رفیع په خبره، "تور رنګ د افغانستان د اسارت دوره ښيي، سور رنګ د خپلواکۍ لپاره هغه وخت کې د افغانانو قرباني او جهاد ښيي او زرغون رنګ هم له خپلواکۍ وروسته د دغه هېواد ابادۍ نښه ده."

د نوموړي په خبره، "بیرغ یوازې کلتوري ارزښت نه بلکې سیاسي او فکري ارزښت هم لري او په دې دلیل ده چې بیرغ د یوه ملت د ازادۍ استازي کوي او همدارنګه د یوه ملت د ازادۍ پاللو او لوړ خیال."

د شاه امان لله خان واکمنۍ کې (۱۹۹-۱۹۲۹) د افغانستان د بیرغ نښه د غنمو وږي دایره وه چې پکې غرونه او د غرو پر سر لمر څرک و او پرې له پاسه د پاک الله او حضرت محمد (ص) نوم لیکلی و.

د افغانستان بل تاریخپوه فاروق انصاري وايي، پر ۱۹۲۹ کال واک ته د حبیب الله کلکاني رسېدو سره بیرغ په سور رنګ بدل شو، خو وروسته یې بیا درې رنګه کړ.