ستانکزی: د امریکا سربیره د ګاونډیانو ډرون الوتکې هم د افغانستان قلمرو کې ګرځي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي ویلي، چې د امریکا متحده ایالاتو په ګډون د ګاونډیو هیوادونو بې پیلوته ډرون الوتکې هم د افغانستان په فضايي قلمرو کې ګرځي.

شیر محمد عباس ستانکزي د جمعې په ورځ جولای ۲۸ (زمري شپږم) د کابل ښار په لویدیځ کې د عاشورا د ورځې په مناسبت یوې غونډې ته وویل، چې طالبان دې حالت ته نه دي رسیدلي، چې د افغانستان په فضايي قلمرو کې د ډرون الوتکو د ګرځیدو مخه ونیسي.

ښاغلي ستانکزي وویل: "امریکايي بې پيلوټه الوتکې نه دي، زموږ د ګاونډیانو ډرون هم دي چې ګرځي راګرځي خو موږ هغه حالت ته نه یو رسیدلي چې مخه یې ونیسو".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وویل، چې دغسې الوتکو مخه هغه مهال نیول کیدلی شي، چې افغانستان د دفاعي او تخنیکي پلوه پیاوړی شي.

که څه هم د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د سرپرست په ګډون څو طالب چارواکو افغانستان په فضايي قلمرو کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ګرځیدلو یادونه کړې ده او پرته له دې، چې د کوم هیواد نوم واخلي ویلي و، چې دا امریکايي الوتکې د یو ګاوندي هیواد د لارې د افغانستان فضا ته داخلیږي، خو دا لومړی ځل دی، چې د طالبانو د حکومت یو لوړ پوړې چارواکی د افغانستان فضايي قلمرو ته د ګاونډیو هیوادونو د بې پیلوټه الوتکو د داخلیدو په اړه څرګندونې کوي.

د پاکستان سربیره ایران هم د ډرون الوتکو په ټکنالوژۍ کې ډیر پرمختګ کړی او د رپوټونو له مخې اوس مهال روسیه هم د ایراني ډرون الوتکو څخه د اوکراین په جګړه کې کار اخلي.

تیره اونۍ د افغانستان په جنوب ختیځ پکتیکا ولایت د برمل په ولسوالۍ باندې د توغندیو برید شوی و، چې په لومړي سر کې ځینو سیمه ییزو رسنیو د تحریک طالبان پاکستان پر وسله والو د پاکستاني ډرون الوتکو برید ګڼلی و.

د توغنیدو دا برید پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په سختو ټکو غندلی دي، خو د طالبانو حکومت یې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د نجونو او ښځو زده کړې

شیرمحمد عباس ستانګزي د کابل په لویدیځ کې د عاشورا د ورځې دې غونډې ته په وینا کې په افغانستان کې د ښځو د تعلیم په مسله هم خبرې وکړې او هیله یې وښوده، چې پرته د کوم تبعیض څخه به د ښوونځیو دروازې د ټولو افغانانو پرمخ پرانیستل شي.

ښاغلي ستانکزي وویل: "د ښوونځیو او مدرسو دروازې دې پرته د تبعیض د ټولو افغان ماشومانو پرمخ، چې د هغوی منل شوی شرعي او طبیعي حق دی پرانیستل شي".

ښاغلي ستانګزي دا ومنله، چې په دې مسله اختلاف شته دی او هیله وښوده، چې دا مسله به ژر حل شي.

هغه په دې برخه کې د افغانستان د پخواني پادشاه محمد ظاهرشاه د دورې یادونه وکړه او ویې ویل، چې د پخواني پادشاه د کار پرمهال هم د ښوونځیو د پرانسیلو سره مخالفتونه موجود و.

د ښاغلي ستانکزي دمخه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الیدن حقاني تیره اونۍ د هرات ولایت ته د سفر پرمهال یوې غونډې ته ویلي و، چې د نجونو د تعلیم په مسله د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلاف شته دی.

سراج الدین حقاني د جولای ۲۵ (زمري درییمه) په هرات ولایت کې دیني عالمانو، قومي مخورو او د خصوصي سکټور له استازو سره په کتنه کې ویلي، چې ددې ستونزې د هوارولو لپاره وخت ته اړتیا ده.

ښاغلي حقاني ویلي: "د دغې موضوع د حل لپاره په یوې معقولې حل لارې کار کېږي. یوه ستره ستونزه دا ده کله چې یوه مسئله اختلافي شي، نو د دې لپاره چې دغه اختلاف لوی نه شي، یو څه وخت ته اړتیا شته دی".

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د رسیدلو وروسته د شپږم ټولګي څخه په پورته ټولګیو کې د نجونو په تعلیم بندیز لګولی او هم یې د تیر ۲۰۲۲ کال په وروستۍ اونۍ کې په پوهنتونونو کې نجونې له زده کړو منع کړې.

نجونو او ښځو د زده کړو منع کیدو لپاره د طالبانو دلایل

د ښاغلي حقاني د څرګندونو دمخه د طالبانو د حکومت ځینو چارواکو د خپلې نږدې دوو کلنو د واکمنۍ پر مهال د ښځو په تعلیم د لګیدلو محدودیتونو لپاره بیلابیل دلایل وړاندې کړي دي.

ځینو چارواکو د نجونو او ښځو د زده کړو د منع کیدو لپاره د یوې مناسبې کړنلارې نشتون ښودلی او ویلي دي، چې ددغسې یوې کړنلارې د جوړیدو وروسته به ښوونځي پرانیستل شي، خو ځینو نورو په ټولنه کې کلتورې مخالفونه د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په برخه کې د یوې ستونزې په توګه یاد کړي دي او ویلي دي، چې ددغو مخالفاتو د هواریدلو وروسته به ښونځي د نجونو پرمخ پرانیستل شي.

په دې لړ کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو معین محمد یونس راشید د خوست په ولایت کې د پنجشنبې په ورځ جولای ۲۷(زمري پنځم) یوسیمنارته په وینا کې یو نوی دلیل وړاندې کړی او ویلي دي، چې ترهغه وخته پورې چې ښځې په بشپړ ډول په اسلامي چوکاټ کې ځانونه عیار نکړي ښوونځیو ته د تللو اجازه به ورنکړل شي.

ښاغلي راشید ویلي: " کله، چې د امیرالمومنین [د طالبانو مشر) حکم دوی نه مني. کله چې د امربالمعروف د محتسبینو په شتون کې بیا هم دوی دومره جرات کوي چې زه دا حق لرم، چې هم ارایش وکړم سینګار وکړم او هم په بازار کې لوڅ مخ وګرځم او هم پردیو خلکو سره مسخرې او ټوکې وکړم کله چې ته ځان ته دا حق ورکوئ هغه وخت ... ترڅو پورې، چې په خپل چوکاټ کې نه یې لویدلې تر هغه وخته پورې به دوی ته هغه حقوق نه ورکول کیږي، چې مونږ هغه ته ضرورت هم لرو".

د طالبانو د حکومت چارواکو د ښځو د تعلیم په اړه دا نوې څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې دا ټاکل شوې همدې اونۍ کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی په دوحه کې د امریکايي چارواکو سره د ښځو د حقونو په ګډون په یو لړ مسلو خبرې وکړي.