د ایران او روسیې دبې پیلوټه‌الوتکوهمکارۍ‌ ته د امریکاخبرداری

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا استخباراتي چارواکو خبرداری ورکړی دی چې روسیه د ایران په مرسته د بې پیلوټه الوتکو د تولید یوه فابریکه جوړوي چې د دې همکارۍ له بشپړېدو سره به د اوکراین پر ضد د روسیې د جګړې وړتیا د پام وړ زیاته شي.

اامریکا په روسیه کې د بې پيلوټه الوتکو د تاسیساتو په برخه کې د ایران همکارۍ ته اشارې کړې او خبرداری ورکوي چې د دغه تاسیساتو په بشپړېدو سره به پر اوکراین باندې د کرملین د بریدونو وړتیا زیاته شي. د «سي ان ان» د راپور له مخې د امریکا د استخباراتي ادارې شنونکو د جولای پر ۲۱ نیټه په یوه کوچني رسنیزه ناسته کې وړاندوینه کړې چې دا تاسیسات به له روسیې سره د اوکراین پرضد جګړه کې «د ډرون لویه کارخونه» په واک کې ورکړي.25:00

د دوی په وینا ایران تر اوسه روسیې ته تر ۴۰۰ زيات شاهد ۱۳۱ او ۱۳۶ مهاجر نومي ډرون الوتکې ورکړې، خو روسیې نږدې ټولې د اوکراین په جګړه کې کارولي دي. د امریکا د دفاعي استخباراتي ادارې یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي چې روسیه په لومړي سر کې له دغو بې پیلوټه الوتکو څخه په اوکراین کې پر مهمو زیربناوو او هوايي دفاع باندې د بریدونه له پاره کار اخلي. سي ان ان په خپل راپور کې لیکلي دي چې ایران روسیې ته د بې پلوټه الوتکو، توپونو او هاوانونو د لېږد له پاره له خزر سیند څخه کار اخلي او ډېري هغه کښتۍ کاروي چې پرته له تعقیبي سیسټم په پټه حرکت کوي.

امریکا په اوکراین کې د ویشتل شویو څو بې پیلوټه الوتکو څیړنه کړې او دې پایلې ته رسیدلي چې سربېره پردې چې ایران په تکرار سره له دې موضوع انکار کوي، داسې شواهد شته چې «د انکار امکان یې نشته» او د دې څرګندونه کوي چې د ایران اړوند ډرون دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په تېر اکټوبر میاشت کې وویل چې ایران روسیې ته له اوکراین سره د جګړې له پاره هېڅ ډول وسلې نه دي ورکړي او نه به يې هم ورکړي. خو په نومبر میاشت کې هغه ومنله چې ایران روسیې ته یو شمېر بې پیلوټه الوتکې ورکړې، او څرګنده یې کړه چې دا بې پیلوټه الوتکې څو میاشتې مخکې د جګړې له پیله ورکړل شوي دي.

د امریکا د دفاعي استخباراتي ادارې یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي چې شنونکو د ۲۰۲۲م کال په اپریل مياشت کې د روسیې او ایران د پوځي همکارۍ د زیاتیدو نښې لیدلي دي. د همدې کال په جولای میاشت کې سپینې ماڼۍ څرګنده کړه چې ایران روسیې ته د بې پیلوټه الوتکې د سپارلو له پاره تیاری نیسي. د شنونکو په وینا، د امریکا د دفاعي استخباراتي ادارې په عراق کې کشف شوې یوه ایرانۍ جوړه شوې شاهد ۱۰۱ ډوله بې پیلوټه الوتکه ښودلې چې د شهید ۱۳۱ ډوله دا ډول الوتکې په پرتله کوچنۍ او سپکه ده. دوی وړاندیز کړی چې ایران به روسیې ته د شاهد ۱۰۱ ډوله الوتکې لیږل پیل کړي ځکه چې دا ډیر سمبال، سپک او لیږد يې اسانه دی

امریکا د تېر کال په پای کې وړاندوینه کړې وه چې ایران په پام کې لري روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو تر څنګ بالستیک توغندي هم واستوي. خو یوه شنونکي وویل چې دا پلان «ځنډول» شوی. ایران په دوامداره توګه روسیې ته د اوکراین پرضد د بې پیلوټه الوتکې کارول ردوي، خو اوکراین په وار وار اعلان کړی دی چې د ایران سلګونه بې پیلوټه الوتکې یې ویشتلې دي.