وسټ او امیري په قطر کې د طالبانو له چارواکو سره ګوري  

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی ټام ویسټ او په افغانستان کې د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري په روانه اونۍ کې د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو له استازو او د "افغانستان د مهمو وزارتونو له مسلکي تکنوکراتانو" سره لیده کاته کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ جولای ۲۶ (زمري څلورمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه دوه امریکايي چارواکي به د جولای له ۲۶مې تر ۳۱مې پورې قطر او قزاقستان ته سفر وکړي او هلته به په افغانستان کې د امنیت، له نشه‎يي موادو سره د مبارزې او د ښځو پر حقونو خبرې وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي: "دوی به په دوحه کې د طالبانو د استازو او د افغانستان د مهمو وزارتونو له مسلکي تکنوکراتانو د یو پلاوي سره وګوري چې د افغانستان اړوند اساسي مسایلو باندې خبرې وکړي.

د بحث په اصلي موضوعاتو کې به د افغانانو لپاره بشري ملاتړ، اقتصادي ثبات، د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره عادلانه او باعزته چلند، امنیتي مسایل او د نشه يي توکو له تولید او قاچاق سره د مبارزې هڅې شاملې وي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کوم طالب چارواکي یا "مسلکي تکنوکرات" نوم نه دی اخیستی چې ټاکل شوې له امریکایي چارواکو سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې همدا راز راغلي: "[قزاقستان پلازمېنې] استانه ته د خپل سفر په ترڅ کې به دوی [ویسټ او امیري] د قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان له همکارانو سره د سي+۱ ډلې په ځانګړې غونډه کې لیدنه کتنه وکړي. هغوی به همدارنګه د مدني ټولنې د غړو سره وګوري او په افغانستان او قزاقستان کې د ښځو ځواکمنتیا به د هغوی د بحث په سر کې ځای ولري."

د ویسټ او اميري د سفر له پيل څخه دوه ورځې وړاندې د امريکا د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو د کمېټې مشر مايکل مک کال د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن ته يو ليک ولېږه چې په کې ويل شوي وو چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د امريکايي چارواکو د سفر سره مخالف دى.

مک‌کال پدې لیک کې په قطر کې د طالبانو سره د امریکایي مقاماتو لیدنې ته په اشارې دا هم ویلي: "دا اونیزې لیدنې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د اړین تعامل څخه زیاتې دي."