حقاني: نجونو د زده کړو په مسله د طالبانو ترمنځ اختلاف شته، حل به یې وخت واخلي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ښاغلي حقاني د سه شنبې په ورځ جولای ۲۵( زمري درییمه) په هرات ولایت کې دیني عالمانو، قومي مخورو او د خصوصي سکټور له استازو سره په کتنه کې ویلي، چې ددې ستونزې د هوارولو لپاره وخت ته اړتیا ده.

ښاغلي حقاني په یو ویديو کلیپ کې چې څو سیمه ییزو رسنیو خپور کړی ویلي: "د دغې موضوع د حل لپاره په یوې معقولې حل لارې کار کېږي. یوه ستره ستونزه دا ده کله چې یوه مسئله اختلافي شي، نو د دې لپاره چې دغه اختلاف لوی نه شي، یو څه وخت ته اړتیا شته دی".

د طالبانو د حکومت دغه لوړپوړې چارواکي دا هم ویلي، چې دا مسله باید دې حد ته ونه رسول شي، چې افغانستان یو ځل بیا یو بحراني حالت سره مخ شي.

سراج الدین حقاني د طالبانو د حکومت د سترې محکمې د رئیس، دفاع وزارت سرپرست او د استخباراتو د رئیس سره یوځای اوړمه ورځ د هرات ولایت ته سفر کړی دی.

د طلوع نیوز د راپور له مخې د هرات په ولایت کې ددې غونډې ځینو ګډونوالو هم د طالبانو د حکومت د چارواکو څخه د نجونو د زده کړو غوښتنه کړې ده.

د هرات د خصوصي سکټور ځینو استازو ویلي، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو بند پاتې کېدل، له دې ولایت څخه د پانګې د تېښتې لامل ګرځېدلي دي.

دغو ګډونوالو ویلي، چې زیات شمیر کورنۍ د خپلو اولادونو د زده‌کړو او تحصیل په موخه ګاونډیو هېوادونو ته کډه کېږي.

ددغه راپور له مخې په دغه لیدنه کې د پوهنتون ځینې استادان او دیني عالمان له نړۍوالې ټولنې سره د سرپرست حکومت د تعامل غوښتنه وکړه. د دوی په خبره، افغانستان باید له سیاسي انزوا وایستل شي.

سراج الدین حقاني د نجونو د تعلیم په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو څخه نږدې دوه کاله تیریږي. طالبانو په دغو نږدې دوو کلنو کې په نجونو او ښځو باندې د تعلیم، کار او د ژوند په نورو برخو کې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو د شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځیو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز سربیره د تیر۲۰۲۲ کال په وروستۍ اونۍ کې په پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو کې د نجونو او ښځو په تعلیم هم بندیز ولګوه او هم يې په غیرحکومتي موسسو او د ملګروملتونو په دفترونو کې د افغان میرمنو په کار بندیز لګولی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست د ۱۵ وروسته په دولتي ادارو کې له وړاندې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د پریکړې له مخې د سه شنبې په ورځ جولای ۲۵ (زمري درییم) په افغانستان کې ښځینه سینګارتونونه وتړل شو. د ښځینه سینګارتونونو د ټولنې د چارواکو د وینا له مخې د طالبانو د حکومت ددې پریکړې له امله د ۶۰ زرو څخه زیاتو ښځو خپل کار له لاسه ورکړ.

د بشري حقونو د سازمان د ښځو د څانګې مشرې میرمن هیدربار د طالبانو د حکومت ددې اقدام په اړه د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې دا یوازې د ویښتانو د اصلاح کولو او د نکانو د رنګولو مسله نه ده د ۶۰ زره ښځو د کار له لاسه ورکولو مسله ده.

میرمن بار ویلی: "دا د ښځو د ناستې او ملاتړ ترلاسه کولو د یوازینې ځایونو د لاسه ورکولو مسله ده".

طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د تیرې پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې د دولسم ټولګیو د فارغانو څخه د ۱۴۰۲ لمریزکال د کانکور د ازموینو د اخیستلو بهر د ښځو او نجونو د ګډون پرته پیل کړ.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د نجونو د زده کړو په مسله د طالبانو ترمنځ د اختلاف د مسلې یادونه په داسې حال کې کړې، چې ددې دمخه د طالبانو چارواکو ویلي و، چې د نجونو ښوونځي د یو کړنلارې د ترتیبولو لپاره بند پاتې دي او چې کله هم دا کړنلاره جوړه شي بیا به ښوونځي پرانیستل شي.