طالبان: افغانستان ته د داعش د مشرانو د تللو په اړه د ایران ادعا سمه نه ده 

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د عراق، سوریې او لیبیا څخه د داعش د مشرانو د تللو په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر وروستۍ ادعا رد کړې او له ایران څخه یې غوښتي که په دې هکله معلومات لري نو طالبانو سره دې شریک کړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د جمعې د ورځې ناوخته جولای ۲۱ (چنګاښ ۳۰) د خپل ټویټر په پاڼه په یوه اعلامیه کې ویلي افغانستان له ددغو دریو عربي هېوادونو سره ګډه پوله نه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرحسین عبداللهیان ددغه هیواد د صدا او سیما رسنۍ سره په مرکه کې، چې د تیرې پنجشنبې په ورځ خپره شوې ادعا کړې، چې د عراق، سوریې او لیبیا څخه د داعش مشران او وسله وال افغانستان ته ورځي.

ښاغلي عبداللهیان ویلي: "نن، چې د داعش مشر او ازمویل شوي وسله وال د عراق، سوریې، او د لیبیا د ځینو برخو څخه په وروستیو میاشتو کې دننه افغانستان ته انتقال شوي، دا اتفاقآ چې د افغانستان اوسنیو حاکمه واکدارانو او طالبانو پر وړاندې یو د ګواښونو څخه دی".

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې ایراني چارواکو ته په کار ده، چي د افغانستان په اړه د تشویش اچونکو څرګندونو پرځای د دواړو 'همسایه او دوستو هیوادونو او ولسونو' ترمنځ په رغنده اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو اړیکو تمرکز وکړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: " که چیرې ایران افغانستان ته د داعشیانو اړولو په هکله معلومات لري هیله ده چې شریک یې کړي ترڅو یې په اړه د افغانستان امنیتي ځواکونه لازم اجراات وکړي. د يادونې وړ ده چې افغانستان له يادو عربي هېوادونو سره ګډه پوله نه لري ".

په دې اعلامیه کې ویل شوي، "ښه داده، چې هېوادونه د خپلو پولو د خونديتوب په برخه کې نړيوال مکلفيتونه ترسره کړي".

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ویلي، چې هیچاه ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان ملي امنيت ته کواښ پيښ کړي.

دغه وزارت ویلي، چې واک ته د طالبانو رسیدلو دمخه او وروسته دغې ډلې د داعش پرخلاف جدي او منظمه مبارزه کړې، چې له امله یې داعش افغانستان کې ډیر ځپل شوی دی.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزات افغانستان ته د څو عربي هیوادونو څخه د داعش د مشرانو او وسله والو د تللو په اړه د ایران د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې په داسې حال کې رد کړي، چې ددغه وزارت سرپرست د روان ۱۴۰۲ کال د حمل په میاشت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي و، چې په افغانستان کې اکثره بریدونه ددغه هیواد څخه بهر د وسله والو له خوا ترسره کیږي.

په تیرو نږدې دوو کلنو کې د طالبانو امنیتي ځواکونو په پرله پسې ډول د داعش د ډلې په خلاف د وسله والو بریدونو او عملیاتو خبرونه ورکړي دي.

تیره میاشت داعش ډلې د کابل په هوايي ډګر کې په امریکايي ځواکونو باندې د دغې ډلې د خونړي برید د طراح ابو سعد محمد خراساني "ضیاالدین اکا" وژل کیدل تائید کړل.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۷ د کابل په هوايي ډګر باندې د داعش په برید کې لږترلږه د ۱۳ امریکايي سرتیرو په ګډون په لسګونو افغانان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان شوي و.

د امریکا متحده ایالاتو د روان ۲۰۲۳ کال د اپریل په وروستۍ اونۍ کې د طالبانو په عملیاتو کې د ابو سعد محمد خراساني وژل اعلان کړي و. خو هغه مهال داعش له خوا د خپل دغه لوړپوړې قوماندان وژل نه و تائید شوي.