د هند د دوو قومونو خونړۍ لانجه؛ په یوه ایالت کې یې د کورنۍ جګړې وېره ډېره کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د هند د شمال ختیځ په یوه کوچني ایالت مانيپور کې د دوو قومونو ترمنځ په دا وروستیو کې د نښتو له امله دغه ایالت کې د کورنۍ جګړې وېره په ډېرېدو ده.

دلته د میتي او کوکي په نومونو د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې او نفوس پر سر د جنجالونو امله په تېره څه باندې یوه میاشت کې له ۵۰۰ ډېرو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او په لسګونو زره نور د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

په مانیپور ایالت کې د میتي او کوکي قومونو ترمنځ پټې او ښکاره لانجې له اوږده مهاله روانې دي، داسې یو څه چې د هند مرکزي حکومت ورته تر ډېره پاملرنه نه ده کړې.

له دغې سیمې د روان تاوتریخوالي ځينې ویډیوګانې رسنیو ته هم وتلي چې له امله یې هندي چارواکي په غوسه کړي‌ چې ولې یې مانیپور کې روان وضعیت د نړیوالو رسنیو سرټکی کړی دی.

په ځينو ویډیوګانو کې ښکاري چې د میتي قوم لسګونو کسانو د کوکي توکم اړوند یوه بانډه باندې تر چپاو او هلته د کورونو له سوځولو وروسته د یاد قوم دوه مېرمنې له ځان سره روانې کړي او لوڅې یې پر سړکونو ګرځوي.

دا پېښه د تېرې مې په لومړیو کې شوې خو خواله رسنیو ته یې په دا وروستیو کې درز کړی دی.

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي دلته پر روان وضعیت تر اوږدې چوپتیا وروسته همدې ویډیو اړ کړ د مانیپور په اړه خبرې وکړي.

نریندرا مودي په یوه خبري غونډه کې وویل، "د کوکي ټبر د دوو ښځو وېډیو ټول هند وشرماوه. په پېښه کې ښکېل هېڅ کس به ونه بښل شي. د مانیپور له لوڼو سره چې څه وشول د بښلو نه دي."

تر اوسه حکومت د کوکي قوم له مېرمنو سره د شوي چلند د لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې یاده پېښه د کوکي قوم ملېشو له خوا د میتي قوم پر یوې مېرمنې د جنسي تېرې په اړه د ناسمو خپرو شویو خبرونو له امله شوې ده.

تر یادې پېښې وروسته د دواړو قومونو ځوانانو د یو بر پل وړاندې مورچې نیولي چې وخت ناوخت یې ترمنځ خونړۍ نښتې هم شوې دي.

د راپورونو له مخې، په تېره یوه نیمه میاشت کې دلته له دواړو لورو ۱۳۰ کسان وژل شوي او له ۴۰۰ ډېر ټپیان شوي دي. همدارنګه د روانو بدامنیو له امله دغه ایالت کې ۶۰ زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د هند مرکزي حکومت سیمې ته ۴۰ زرو امنیتي ځواکونه استولي، خو د راپورونو له مخې، سیمه کې لا وضعیت تاوتریخجن دی.

په مانیپور کې اوسېدونکي میتي او کوکي قومونه څوک دي او د شخړې اصلي لاملونه څه دي؟

د هند په شمال ختیځ کې پروت د مانیپور ایالت چې له میانمار او بنګله دېش سره ګډه پوله لري، ټول نفوس یې درې اعشاریه درې میلیونه وګړي ښودل شوی دی.

په مانیپور کې د میتي، کوکي او ناګاس قومونه ژوند کوي.

د میتي قوم وګړي چې هندو مذهبه دي، د دغه ایالت ۵۳ سلنه جوړوي او کوکي قوم چې له ناګاس سره په ګډه د دغه ایالت ۴۳ سلنه وګړي جوړوي، عیسويان دي.

که څه هم میتي او کوکي قومونه خپلو کې عقیدوي توپیرونه لري، خو دا ځل یې جګړه تر ډېره په حقوقي مسلو ولاړه ده.

د دغو قومونو ترمنځ خوابدۍ هغه مهال په نښتو واوښتې چې میتي ټبر له حکومته وغوښتل قوم ته یې رسمیت ورکړي. د کوکي ټبر پر دې غوښتنه اعتراض لاره او ویل یې په دې سره میتیان چې واردمخه په دغه ایالت کې حکومت او ټولنه کې له نفوذه برخمن دي، لا به پسې برلاسي شي چې د کوکي قوم ځمکي وپېري او د هغوی په سیمو کې به مېشت شي.

دمګړۍ په دغه ایالت کې د نریندرا مودي بهارتیا جنتا پارټي (بي جي پي) ګوند چې مشري بیرن سېنګ کوي او په خټه د میتي قوم دی، حکومت کوي.

میتي قوم د دغه ایالت د سیمه‌ییز پارلمان له ۶۰ څوکیو ۴۰ څوکۍ په واک کې لري.

کوکیان وايي، د میتیانو په رهبرۍ اوسنی حکومت د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په پلمه د دوی د قوم ځپي، خو د بیرن سېنګ حکومت د کوکي قوم وسله والې ډلې د خلکو پر تحریکولو تورنوي.