ایرانۍ بندیانې: زندان کې یې د تلاشۍ پرمهال زموږ جامې ایستلې او وېډیو یې ثبت کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پخوانیو ایرانیو زنداني‌ ښځو بي بي سي ته ویلي، چې په زندان کې د تلاشي کېدو په موخه جامې ترې ایستل شوې او وېډیوګانې یې ثبت شوې دي.

ځینو دغو پخوانیو بندیانو ویلي، چې د میاشتني عادت پرمهال د روغتیايي پمپرونو ایستلو ته او ټوپ وهلو ته اړ ایستل شوې دي.

د مژګان کشاورز په نامه یوې بندۍ – چې د درې کلن بند ډېره برخه یې د تهران په بدنامو "اوین" او "قرشک" زندانونو کې تېره کړې ده، بي بي سي ته ویلي "دوی دا کار زموږ د سپکولو لپاره کړی".

په زندان کې دا پخوانۍ زندانۍ درې ځله د تلاشۍ پر مهال د داخلي کامرو په مخ کې د خپلو جامو ایستلو ته اړایستل شوې چې بالاخره د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې له زندانه خوشې شوې ده.

په دریم ځل د زندان ښځینه ساتونکې د هغې لوڅ انځورونه اخیستي، کله چې هغې اعتراض کړی، ورته وویل شول د ربړونې د راتلونکو ادعاوو پر وړاندې مقابله وکړي.

هغې د سزا تر پای ته رسېدو وروسته د سپکاوي د خطر په تړاو پوښتلي: "دا وېډیوګانې او انځورونه به څوک وګوري؟ ایا نظام به یې زموږ د چوپ کولو لپاره وکاروي؟".

کشاورز د ښځو د حقونو یوه فعاله ده چې د اجباري حجاب پر ضد یې فعالیت او اعتراض کړی و.

هغې پر خپل انسټاګرام اکونټ په بېلابېلو عامه ځایونو کې ګڼ بې‌حجابه هنري انځورونه خپاره کړي دي.

پر هغې تور دی چې ګنې "د ملي امنیت او اسلام او د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد د پروپاګند او فساد او فحاشۍ خپرولو فعالیتونه یې کړي"، له همدې کبله پر هغې ۱۲ کاله او اوه میاشت د بند سزا ختلې وه.

په وروستیو کې پر هغې "پر ځمکه د فساد" خپرولو تور هم لګول شوی و؛ هغه جرم چې سزا یې ان عدام هم کېدلی شي.

کشاورز اوس- چې له بي بي سي سره غږېدله، په تبعید کې اوسېږي.

ایوین زندان د تهران شمال کې تر ټولو بدنام زندان ګڼل کېږي چې ډېری ښځینه بندیانو پکې په لوڅ حالت کې د هغوی د وېډیو ثبتېدو ادعاوې کړې دي

ځینو نورو بندیانو بي بي سي ته ویلي، هغه بندیان په ایران کې د نشه يي توکو اړوندو مسلو په تړاو نیول شوي، د تلاشۍ پرمهال د نشه يي توکو د پلټلو په پلمه جامې ترې ایستل شوې دي.

د جون لومړیو کې، د ایران قضا له بندیانو د جامو ایستلو او د هغوی د انځورونو اخیستلو ادعاوې رد کړې وې او دا یې "د ایران پر ضد ترکیبي جګړه او د لوېدیځ پراخ کمپاین" بللی و.

د جون په نیمايي کې د ایران پارلمان کې د قضا جرګګۍ مشر د وېډیوګانو ثبتولو منلو سربېره ویلي وو: "یوازې ښځینه ساتونکو د بندیانو د تلاشۍ وېډیوګانې ګوري".

ویل کېږي چې دا وېدیوګانې په داسې ځایونو کې ثبت شوې چې باید د څار کامرې پکې نه وي.

وکیل محمد حسین اغاسي بي بي سي ته ویلي: "د زندانونو د سیستم پر اساس، د څار کامرو ته یوازې په هغو ځایونو کې اجازه شته چې بندیان پکې تګ راتګ ولري، لکه پلې لار یا دهلېزونه".

د تلاشۍ پرمهال په لوڅ حالت کې د وېډیوګانو ثبتېدل یوازې پر ایران پورې محدود نه دي، په ځینو نورو هېوادونو کې هم ورته پېښې رامنځ ته شوې، لکه د اسټرالیا نیو ساوټ وېلز کې چې د یوې ورته پېښې پرضد پراخ رسنیز کمپاین شوی و.

خو په ایران کې یې په اړه اندېښنه دا ده، هغه کسان چې موږ ورسره غږېدلي یو ډېری یې ویلي دا یو له مخکې پلان شوی او د بندیانو د سپکاوي لپاره یو هدفمن قصدي کار دی.

بي بي سي د (عدالت علي) په نامه د یوې هکرې ډلې ځینې داسې پټ اسناد تر لاسه کړي چې د ۲۰۲۱ کال د نومبر میاشتې اړوند دي او د ایران د قضا ځینې لیکونه پکې دي چې د تلاشۍ پرمهال د بندیانو د لوڅولو خبره پکې شوې ده.

په لیک کې د مژګان کاووسي په نامه د کردانو د حقونو د یوې فعالې یادونه شوې چې د کرج ښار زندان کې له ورته حالت سره مخامخ شوې ده.

په ایران کې د دې قضیې یوې باخبره سرچینې بي بي سي ته ویلي، کاووسي پنځه ځله له دا ډول حالت سره مخامخ شوې ده.

پر (هرانا) حقوقي وېبپاڼه تر خپرېدا وروسته په اسنادو کې ښکاري چې د تلاشۍ پرمهال له هغې جامې ایستل شوې او د ایران له څارنوالۍ غوښتل شوي چې ددې قضیې څېړنه وکړي. کاووسي له زندانه په ضمانت خوشې شوې ده.