د پاکستان پوځ: په افغانستان کې د 'ټي‌ ټي‌ پي' فعالیت د پاکستان پر امنيت اغېز کړی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان پوځي مشرانو تور لګولی چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او نورو ډلو ترهګرو ته پټنځایونه او د فعالیت ازادي د پاکستان پر امنیت د اغېزو یو لوی لامل دی.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو د دفتر آی ایس پي آر د بیان له مخې د پوځ په مرکزي قومندانۍ کې د دوشنبې ورځې په ناسته کې د پاکستان دننه د وروستیو بریدونو او پاکستاني سرتېرو ته د مرګژوبلې پر اوښتو خبرې شوي.

د آی ایس پي آر په بیان کې راغلي چې د ناستې ګډونوالو پر پاکستاني سرتېرو وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي: "په ګاونډي هېواد کې د ناقانونه ګرځول شوې ټي ټي پي ډلې او په هغې پورې نورو ډلو ترهګرو ته پټنځایونه او د عمل ازادي او ترهګرو ته د تازه وسلو رسېدل د پاکستان پر امنیت باندې د اغېزو لوی لاملونه دي."

په دې ناسته کې د عملیاتو لپاره د پوځ پر چمتووالي او د سرتېرو د روزنې په اړه هم مفصل بحثونه شوي.

په بیان کې د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال عاصم منیر په حواله راغلي: "هدفمند روزنه زموږ د مسلکیتوب نښه ده او موږ باید تل د خپل ملي امنیت پر وړاندې د هر ډول ګواښ په خاطر دفاع ته چمتو واوسو."

تېره اوونۍ په وسله والو بریدونو کې د ۱۲ پاکستاني سرتېرو تر وژل کېدو وروسته پوځ په یوه بیان کې وویل چې په ګاونډي هېواد کې د اورپکو خوندي پټنځایونه د جدي اندېښنې وړ دي او د دغو بریدونو په وړاندې به اغېزمن ځواب ووايي.

 

د پاکستان پوځ دا تور هم لګولی وو چې په دغو بریدونو کې افغان اتباع لاس لري.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف هم څو ورځې مخکې ویلي چې افغانستان کې هغو ترهګرو ته ځای ورکړل شوی چې د ده په خبره د پاکستانیانو وینې تویوي.

خو د طالبانو حکومت د پاکستاني چارواکو دا څرګندونې رد کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د شنبې په ورځ د ازادې اروپا مشال راډیو ته په یوه پيغام کې په دې اړه وویل: "دغه خبره سمه نه ده. نه د اوسېدو اجازه دلته ورکوو او نه هم د فعالیت خو هيڅکله نه ورکوو. موږ خپله د جنګ په ضرورنو ډېر ښه پوهېږو. هيچاته نه غواړو ضرور ورسېږي لکه افغانستان ته. دا ستونزه خو د هغې خوا ستونزه ده. د حل کولو لپاره دې هغې خوا نه هم مسوولیت ونیسي چې حل یې کړي او پاتې شو موږ د خپلې خاورې د استعمال اجازه هيڅ نه ورکوو او په هر ډول د دوی د فعالیتونو مخه نیسو. د دوی د تګ راتګ مخه نیسو. په دې باندې اسلامي امارات ټينګ مصمم ده او دا خبره یقیني کول غواړي چې د افغانستان له خاورې دې څوک استفاده ونه کړي."

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې امنیت یې ټینګ کړی او له افغان خاورې چاته ګواښ نه پېښېږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې غونډې ته وویل: "دنیا اوس حقایق درک کوي. لکه د امریکا جمهور رییس جوبایډن چې د حقایقو په رڼا کې ومنله چې له افغانستاه دنیا ته خطر نه‌شته. نن دوی خپله دا اعتراف کوي چې افغانستان د امن کور ده. سرحدات یې خوندي دي."

خو د امنیت د تامین او له افغان خاورې نورو ته د ګواښ د نه پېښېدو په اړه د طالبانو له ټولو ادعاو سره سره د داعش یا اسلامي دولت ډلې وسله والو طالبانو ته لوی سرخوږی بلل کېږي.

طالبان وخت ناوخت په هستوګنو سیمو کې د دې ډلې پر پټنځایونو د بریدونو خبر ورکوي.

د دې تر څنګ د ځینو راپورونو له مخې ادعا شوې چې په پاکستان کې پر پوځ د وسله والو بریدونو مسووله ټي ټي پي تحریک طالبان پاکستان ډله په دې وروستیو کې د امریکایي ځواکونو په پاتې وسلو سمبال شوې او پر پاکستاني پوځیانو یې بریدونه زیات کړي.

د راپورونو په اساس ټي ټي پي ته له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پاتې شوې وسلې او مهمات په قاچاقي توګه رسېږي.

پاکستاني چارواکو او څېړنیو بنسټونو ادعاوې کړي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو شمېر زیات شوی.

د یوې احصایوي راپور له مخې چې د پاکستان د شخړې او امنیت د مطالعاتو بنسټ له خوا خپور شوی، د ۲۰۲۳ په لومړۍ نیمایي کې په پاکستان کې د دې بنسټ په خبره ترهګریز فعالیتونه ۷۹ فیصده زیات شوي.