د بریتانیا د پارلمان غړی: طالبانو سره تعامل وکړئ او بریتانیا دې کابل کې سفارت پرانېزي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بریتانیا د پارلمان د دفاعي کمېټې مشر توبیاس الوود له خپل هېواد څخه غوښتي دي چې له طالبانو سره دې مذاکره او تعامل وکړي او په کابل کې دې بېرته خپل سفارت پرانیزي.

نوموړي په دې وروستیو کې افغانستان ته سفر کړی و. هغه د تلګراف ورځپاڼې ته په یوې مقالې کې لیکلي دي چې دا خبرې یې باید طالبانو ته د امتیاز ورکولو په مانا وانخیستل شي، ځکه چې د هغه په وینا ۲۰ کاله مخکې اسلامي افراطیانو یې ورور وواژه.

د بریتانیا د پارلمان دغه غړي افغانستان ته خپل سفر ته په اشارې لیکلي دي چې له «جګړې څخه دا ستړی هېواد» ارامتیا ته ضرورت لري. الوود د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې امنیت، ازاد تګ راتګ او په لویه کچه د فساد ختمېدل په افغانستان کې لوی پرمختګونه یاد کړي دي.

نوموړي ویلي دي اوس چې په افغانستان کې کومه ارامي ده، له ۱۹۷۰ کلونو راپدیخوا دا هېواد داسې ارامي نه وه لیدلې.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو ډلې په افغانستان کې د بشري حقونو د مخ په خرابېدونکي وضعیت په اړه اندېښنې ښودلې او د طالبانو حکومت د خلکو په ځپلو، شکنجې او ان د مخکني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو په وژلو تورن کړی دی.

یوناما په خپل تازه راپور کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې د محاکمو له حکم پرته وژنې،‌ د بشري حقونو څخه سرغړونې او دا ډول نورې پېښې یادې کړي دي.

د بریتانیا د پارلمان دغه غړي همدغه راز لیکلي چې په افغانستان کې د تریاکو د قاچاقو «بازار ظاهرآ ړنګ» شوی دی. مګر، څو ورځې مخکې ملګرو ملتونو په خپل راپور کې وویل چې افغانستان دمتامفتامین او هېروینو په یو لوی تولیدوونکي هېواد بدل شوی دی. د دغه راپور په اساس افغانستان د نړۍ ۸۰ په سلو کې تریاک تولیدوي.

د بریتانیا پارلمان ددفاعي کمېټې مشر لیکلي دي چې اوس یې وخت بریتانیا له افغانستان او طالبانو سره «نوی تعامل» پیل کړي او «لومړی ګام،‌ زموږ د سفارت بیا پرانیستل» دي. الوود تاکید کوي که له طالبانو سره مذاکره ونشي، دا هېواد به د ترهګرۍ، بې ثباتۍ او لوی مهاجرت یوې بلې مرحلې ته داخل شي.

په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، له یو څو محدودو هېوادونو پرته اکثریت هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه وتړل او د لویدیځ هېڅ هېواد له طالبانو سره رسمي دپلوماتیک تعامل نلري.

نړیواله ټولنه د نجونو او ښځو په تعلیم، کار او نورو مشارکتونو باندې د طالبانو له لوري لګول شوي‌ بندیزونه غندي او په طالبانو انتقاد کوي چې ټول حکومت یې د همدغې ډلې له غړو جوړ دی.

الوود ویلي دي چې په کابل کې د بریتانیا د سفارت د تړل کېدو اصلي علت امنیتي نه دی، سیاسي دی. هغه لیکلي دي: «عملي تګلارې ته ضرورت دی. شاید د ښځو په حقونو باندې د طالبانو محدودیت د مذاکرې د یوې وسیلې په توګه وکارول شي.»

د بریتانیا دغه قانون جوړونکي خبرداری ورکړی چې د کینې او سکوت ادامه به یوې بلې تېروتنې ته لاره پرانیزي چې افغانستان به بلې جګړې ته داخل شي او یا هم د چین تر نفوذ لاندې هېواد شي.

دا مهال په افغانستان کې د چین، روسیې، پاکستان، قطر او متحدو عربو اماراتو په ګډون د ځینو هېوادونو سفارتونه پرانیستي‌ دي، خو هېڅ هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

د امریکا او بریتانیا په ګډون د لویدیځ هېوادونه ټېنګار کوي چې طالبان باید د ښځو او بشر حقوقو ته درناوی ولري،‌ه همه شمول حکومت،‌ چې ټول سیاسي او قومي اړخونه په کې وي، جوړ کړي.

طالبان ادعا کوي‌ چې حکومت یې همه شمول دی او د ښځو او شر حقوقو ته هم د «شریعت په اساس» درناوی لري.