سپینه ماڼۍ: داسې کومه نښه نشته چې پاکستان کې دې افغان کډوال ترهګریزو فعالیتونو کې دخېل وي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د امریکا غږ افغانستان څانګې د پوښتنې په یو ځواب کې وویل: «موږ داسې کومه نښه نه وینو چې افغان کډوال دې په پاکستان کې او یا د سرحد په اوږد کې د ترهګرۍ په فعالیتونو کې ګرم وي.»

جان کربي تېره ورځ همدغه راز په خپلو خبرو کې له پاکستان څخه مننه وکړه، چې هغو افغانانو ته یې چې د خوندي ځای په لټه کې دي د ده په وینا «په سخاوتمندانه ډول» ځای ورکړی دی.

خو ده دا خبره هم وکړه چې د ترهګرۍ د ګواښونو په اړه به «موږ له پاکستان سره ګډ کار کول روان ساتو».

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې ترهګر په افغانستان کې خوندي ځایونه لري. په دې وروستیو کې د بلوچستان په ایالت کې، چې له افغانستان او ایران سره سرحدونه لري، د پاکستان په امنیتي ځواکونو بریدونه شوي او یو شمېر یې وژل شوي او ژوبل شوي دي. د اکثریت بریدونو مسئولیت بلوڅ بیلتون غوښتونکي مني.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته پاکستان په وار وار دا خبره کړې ده، چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې خوندي ځایونه لري او له هغه ځای څخه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

افغان طالبان دا خبره نه مني او ټېنګار کوي چې هېچاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو په ضد کار واخلي. د افغان طالبانو په منځګړتوپ، د پاکستاني طالبانو او اسلام اباد ترمنځ لنډ اوربند وشو، خو ډېر ونه پاييده او پاکستاني طالبانو د پاکستان په پوځ باندې د بریدونو د بیا پیل اعلان وکړ.

پاکستاني طالبان له افغان طالبانو سره خواخوږي لري او په تېرو شاوخوا ۲۰ کالونو کې یې له افغان طالبانو سره یې اوږه په اوږه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او د هغوی د نړیوالو متحدینو په خلاف جنګېدلي دي.